لیبیا کې د امریکا سفیر 'وژل شوی'

د خپريدو وخت: 09:59 گرینویچ - چارشنبه 12 سپتمبر 2012 - 22 وږی 1391
سټیونز

لیبیايي سرچینې ویلي چې سفیر سټیونز د برید پرمهال د ساه بندۍ له کبله مړ شوی دی.

راپورونه وايي، چې د لیبیا په ختيځ بنغازي کې د امریکا پر کونسلګرۍ د وسله وال برید په ترڅ کې لیبیا کې د امریکا سفیر جان کریسټوفر سټیونز وژل شوی دی.

د لیبيا په دويم لوى ښار بنغازي کې وسله والو د هغه فلم پرضد چې وايي د اسلام پيغبر ته په کې سپکاوى شوى، د احتجاج په لړ کې د امريکا پر کونسلگرۍ بريد کړى او هغې ته يې اور اچولى دى.

لیبیايي سرچینې ویلي چې سفیر سټیونز د برید پرمهال د ساه بندۍ له کبله مړ شوی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ښاغلی سټیونز د امریکا یو "زړه ور او مثالي" استازی بللی دی.

خادم

اوباما ویلي چې: "د لیبیا د پاڅونونو پرمهال"هغه د ځان نه، بلکې زموږ د هېواد لپاره د لیبیا په بنغازي کې د خپل ماموریت پرمهال لیبیایانو ته هم خدمت وکړ. د هغه خیر به تر هغه ژوندی وي، چې انسانان ژوندي وي. "

ښاغلی سټیونز لیبیا کې دوه ځلې ماموریت کړی، یو د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ لیبیا کې د امریکايي ماموریت مرستیال او بیا د ملي انتقالي شورا لپاره د ۲۰۱۱ کال د پاڅونونو پرمهال د امریکا د استازي په توګه.

د ویکیلیکس وېبپاڼې د رسوا شوو معلوماتو له مخې، کریسټوفر سټیونز مخکې ویلي وو چې د لیبیا مخکنی ولسمشر معمر قذافي په شدت بدلېدونکی سړی بللی و.

دغه امریکايي دپلومات په عربي او فرانسوي ژبو هم خبرې کولی شوای.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوازې د یوه امریکايي چارواکي وژل کېدل تایید کړي، خو نوم یې نه دی په ډاګه کړی.

د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن پخپله ویناپاڼه کې ویلي وو چې ''ځینو کسانو خپل برید ته دا توجیه ورکوله چې ګني مظاهره یې د هغه څه پرواندې کړې ده، چې پر انټرنېټ خپاره شوي دي. د امریکا متحد ایالتونه د نورو دینونو ته د سپکاوي هر ډول هڅه او کړنه غندي.

کریسټوفر سټیونز

  • د ۲۰۱۲ له مې راهیسې لیبیا کې د امریکا سفیر په توګه
  • وړاندې یې هم دوه ځلې ۲۰۰۷-۲۰۰۹ او د ۲۰۱۱ کال د پاڅونونو پرمهال لیبیا کې دنده ترسره کړې ده
  • په عربي او فرانسوي ژبو یې خبرې کولی شوای
  • ۱۹۹۱ کال کې د امریکا له بهرني خدمت سره تر یوځای کېدا مخکې یې د نړیوال سوداګریز حقوق پوه په توګه کار کړی

خو په ښکاره ویلی شم چې: د دا ډول تاوتریخوالي لپاره هېڅ توجیه نه شته.''

د چارشنبې په سهار وختتي د لیبیا ځینو امنیتي سرچینو ویلي وو چې په ختيځ ښار بنغازي کې د امریکا پر کونسلګرۍ د برید په پایله کې یو امریکایی وژل شوی دی.''

په لیبیا کې د امنیت عالي جرګه ګۍ ویاند عبدالمنعم الحر ویلي وو چې ''د کونسلګرۍ یو کارکوونکی وژل شوی او ځینې نور ټپیان شوي دي.''

نوموړي د ژوبلو کسانو د شمېر په اړه څه ونه ویل.

خو داسې راپورونه ورکړل شوي چې په څلورو وژل شوو کې لیبیا کې د امریکا سفیر هم شته.

د مصر په پلازمېنه قاهره کې هم په غوسه مظاهره کوونکو د امریکا پر سفارت برید کړی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>