
ځايي خلکو بي بي سي ته ويلي دي چې د کونسلگرۍ ودانۍ په بشپړه توگه سوځېدلې ده.
د لیبيا په دويم لوى ښار بنغازي کې وسله والو د هغه فلم پرضد چې وايي د اسلام پيغبر ته په کې سپکاوى شوى، د احتجاج په لړ کې د امريکا پر کونسلگرۍ بريد کړى او هغې ته يې اور اچولى دى.
د لیبيا امنيتي ځواکونو ويلي دي چې يوامريکايی هم وژل شوى دى.
ځايي خلکو بي بي سي ته ويلي دي چې د کونسلگرۍ ودانۍ په بشپړه توگه سوځېدلې ده.
رپوټونه دارنگه وايي د امنيتي ځواکونو او وسله والو کسانو ترمنځ چې ويل کېږي په اسلامي ډلو پورې تړلي دي، هم نښتې شوي دي.
بل خوا، په زرگونه کسان د مصرپه پلازمېنه، قاهره کې هم د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت پر وړاندې راټول شوي وو چې امريکا کې د جوړ شوي هغه فلم پرضد خپل قهر څرگند کړى چې وايي د اسلام پيغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ته په کې سپکاوى شوى دى.
دارنگه رپوټونه وايي چې يوشمېر دغه احتجاج کوونکي د امريکا د سفارت انگړ ته ننوتي دي، د امريکا بيرغ يې څېرې کړى او پرځاى يې خپل بيرغ پورته کړى دى.
قاهر ه کې د بي بي سي خبريال وايي له همدې پېښې پرته، په ټوله کې احتجاج سوله ييز و او په گڼ شمېر کې پوليس د سفارت په شاوخوا کې ځاى په ځاى شوي دي.
غندل
سفارت د هغو کسانو کړنه غندلې چې وايي د وينا له حقه ناوړه گټه پورته کوي.

يوشمېر دغه احتجاج کوونکي د امريکا د سفارت انگړ ته ننوتي دي، د امريکا بيرغ يې څېرې کړى او پرځاى يې خپل بيرغ پورته کړى.
هغه فلم چې لیبيا او مصر کې يې احتجاجونه وپارول، د امريکا په متحده ايالتونو کې توليد شوى.
خو دا نه ده څرگنده چې څوک يې مسوول دى.
د فلم يو شمېر هغه ټوټې چې په يو ټيوب کې اېښودل شوي دي، يو لوبغاړى ښيي حضرت محمد ''صلی الله علیه وسلم'' انځوروي چې مسلمانانو د هغه انځورول منع گرځولي دي.
داسې ويل کېږي چې امريکا کې مېشتو دوو مسیحي مصريانو يې له جوړولو سره مرسته کړې ده.
امريکايي رسنۍ وايي فلم د جايدادونو د امريکايي _اسراييلي جوړوونکي له لوري ډايرکټ شوى چې په وينا يې هغه څه وښيي چې د اسلام دوه مخه يي بولي.












