
کلنټن ویلي وو، چې لاهم کانګرس ته د توضیحاتو ورکولو هوډ لري.
د امريکا بهرنيو چارو وزيره هېلري کلنټن د وينې غوټه کېدو له امله په نيويارک کې روغتون ته بېول شوې ده.
د دسمبر په لومړيو کې مېرمن کلنټن د سر ګرځېدا او لوېدو له امله له يوه ټکان رنځېدلې وه.
په هغه وخت کې يې په اړه راپورونه ورکړل شوی وو، چې د معدې ويروس يې لاره او کمزورې شوې وه.
د وينې غوټه کېدنه د طبي کتنې پر مهال موندل شوې ده.
اوس مهال د دې وينې غوټه کېدو درملنه کېږي او راتلونکو ۴۸ ساعتونو لپاره به تر طبي څار لاندې وي.
د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند فلیپي رینس ویلي، د آغلې کلنټن معالج ډاکټران هڅه کوي، چې د وینې د غوټه کېدو ترڅنګ د هغې نورې ممکنه ناروغۍ هم ومومي.
امریکايي چارواکو د روانې دسمبر پر ۱۵مه ویلي وو، چې ۶۵ کلنه کلنټن د سر ګرځېدو له کبله روغتون ته یووړل شوه.
د همدې ناروغۍ له کبله کلنټن د یوه بهرني سفر لړۍ هم لغوه کړه.
ډاکټرانو ویلي وو، چې ګني روغتیايي ځالت یې ښه شوی دی.
خو د دسمبر پر ۲۰ آغلې کلنټن د کانګرس پروړاندې د ناروغۍ له کبله خپل ورتګ لغوه کړ.
په پام کې وه، چې د لېبیا په بنغازي ښار کې د امریکا پر کونسلګرۍ د تېر سپتمبر د بریدونو په اړه کانګرس ته توضیحات ورکړي.
په دغه برید کې لېبیا کې د امریکا سفیر او درې نور امریکایان ووژل شول.
کلنټن ویلي وو، چې لاهم کانګرس ته د توضیحاتو ورکولو هوډ لري.
د ۲۰۰۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې آغلې کلنټن د اوباما پروړاندې په لږ توپیر شاته پاتې شوه.
د اوباما په اداره کې دغه جګپوړې مشره لاهم ګڼ امریکايي مینه وال لري.
اټکل دی، چې د امریکا په راتلونکو (۲۰۱۶) ولسمشریزو ټاکنو کې آغلې کلنټن بیا ځان کاندید کړي.












