د امريکا بهرنيو چارو وزيره هېلري کلنټن د وينې غوټه کېدو له امله په نيويارک کې روغتون ته بېول شوې ده.
د دسمبر په لومړيو کې مېرمن کلنټن د سر ګرځېدا او لېدو له امله له يوه ټکان رنځېدلې وه.
په هغه وخت کې يې په اړه راپورونه وکرړل شوی وو، چې د معدې ويروس يې لاره او کمزورې شوې وه. د وينې غوټه کېدنه د طبي کتنې پر مهال موندل شوې ده.
اوس مهال د دې وينې غوټه کېدو درملنه کېږي او راتلونکو ۴۸ ساعتونو لپاره به تر طبي څار لاندې وي.












