
د سوریې حکومتي ټلوالې سرچینو ویلي، چې دغه لوا د عراق شیعه ډلو او د لبنان د حزب الله ګوند له جنګالیو جوړه شوې ده.
ځینې استخباراتي او خبري رپوټونه وايي، چې د عراق ''شیعه مجاهدین'' او د لبنان حزب الله ګوند جنګیالي د سوریې د دمشق په شاوخوا سیمو کې وسله وال فعالیت کوي.
راپور کاږي، چې دغه جنګیالي په دې سیمو کې د سوريې د مخالفو جنګیالیو پرضد جنګېږي.
پر انټرنېټ ځینې داسې وېدیويي کلیپونه خپاره شوي، چې ګني د ''ابوالفضل العباس لوا'' په نامه یوې ډلې جنګیالي د جګړې په حال کې لیدل کېږي.
د سوریې حکومتي ټلوالې سرچینو ویلي، چې دغه لوا د عراق شیعه ډلو او د لبنان د حزب الله ګوند له جنګالیو جوړه شوې ده.
په دمشق کې د پوځي شورا ویاند ابو ایاد ویلي، د سوریې د ازاد پوځ جنګیالي او قطعې له څو ورځو راهیسې د سوریې له جنګیالیو پرته له نورو شیعه جنګیالیو سره مخامخېږي، چې د ایران او لبنان اوسېدونکي دي.
سرچینه وايي، چې دغه بهرنیان شیعه جنګیالي په دمشق کې د زینب د مقام ساتنه کوي.
د ویاند له خولې ویل شوي، چې د ایران او لبنان دغه شیعه ګان دې سیمې ته یوازې د دغه مقام د ساتنې لپاره استول شوي، خو ځینو سرچینو ویلي چې فعالیت یې له ساتنې ورهاخوا جګړه هم ده.
د ''کریسټین ساینس مانیټور'' یو راپور وايي، چې د ابوالفضل العباس نوم ښايي د هغې جنګیالۍ ډلې نوم وي، چې د ایران په ملاتړ سوریې ته استول شې، چې نښه ویشتونکي، او د سړک غاړې ماینونو د جوړوونکو متخصصین هم ورسره دي.
راپور وايي، چې ''شیعه مجاهدین'' ډلې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ په عراق کې پر امریکايي ځوکونو هم بریدونه کړي دي.
"ښکاري چې په سوریه کې جګړه د توکم پالنې اړخ ته ډېره کشول کېږي، واکمن نظام خو ټولو ته معلوم دی، او داسې ښکاره کوي، چې ګني هلته کورنۍ جګړه پیل شوې، نه دا چې جګړه د نظام او ولس ترمنځ ده."
علي الامین
د سوریې په ګوټ-ګوټ کې د سوریې ۱۱ جنګي قطعو، ډلو او غورځنګونو او د واکمن نظام مخالفینو د ''یوموټی سوري اسلامي جبهې'' د جوړېدو اعلان کړی دی.
دوی وايي چې هدف یې په سوریه کې د واکمن نظام ړنګول او د یوه داسې نظام رامنځ ته کېدل دي، چې شریعت عملي کړي.
خو د ''نصرت جبهه'' په نامه ډلې له دغه نوي ایتلاف سره د یوځای کېدو خبره رد کړې ده.
د روانې جنورۍ پر لومړۍ نېټه، په یوټیوب وېبپاڼه کې د سوریې د ننه یوه داسې ډکه شوې وېډیو خپره شوه، چې د ''ابوالفضل العباس لوا'' په نامه یوې ډلې جنګیالي په کې ښکارېدل.
۱ نمبر وینا
په وېدیو کې یو زلمی، چې په عراقي لهجه خبرې کوي د دغې ډلې ''۱ نمبر ویناپاڼه'' لولي، خو وايي چې جنګیالي یې د زینب د مقام ساتل او د دغه ځای د خرابتیا د مخنیوي په موخه د ازاد پوځ له جنګیالیو د بریدونو مخنیوی دی.
ځینې نور داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې په دمشق او شاوخوا سیمو کې د شیعه جنګیالیو فعالیت ډېر شوی دی.
د شیعه ګانو په اند، د زینب دغه مقام ته هره ورځ زرګونه شیعه مینه وال ورځي.
په ۲۰۰۷ کې د لبنان حزب الله ګوند مشر حسن نصرالله په عراق کې د العباس په نامه د یوې جنګېدونکې قطعې د شتون خبره تایید کړې وه، او بیا وروسته د حزب الله پلوي ''المنار'' تلوېزیون په عراق کې د یادې قطعې د عملیاتو وېډیوګانې هم خپرې کړې.
دوې اوونۍ مخکې، په سوریه کې شیعه سرچینو په دغه هېواد کې د حزب الله ډلې د ۱۵۰۰ غړو او وسله والو د شتون خبره تایید کړې وه.
د سوریې د ازادۍ د جبهې مشر محمد علوش ویلي، چې د بهرنیو شیعه ګانو دغه لوا د بشارالاسد د نظام پلوي له ځانه سره لري، او د سوریې د واکمن نظام بیرغ لري.
دی وايي چې وړاندې د ''ابوالفضل العباس'' ډلې او د ازاد پوځ د ''ام المؤمنین عایشه'' ډلې د جنګیالیو ترمنځ خونړۍ جګړې هم شوې دي.

د ''نصرت جبهه'' په نامه ډلې له دغه نوي ایتلاف سره د یوځای کېدو خبره رد کړې ده.
د شیعه ډلو کارپوه لبنانی لیکوال علي الامین وايي ''ښکاري چې په سوریه کې جګړه د توکم پالنې اړخ ته ډېره کشول کېږي، واکمن نظام خو ټولو ته معلوم دی، او داسې ښکاره کوي، چې ګني هلته کورنۍ جګړه پیل شوې، نه دا چې جګړه د نظام او ولس ترمنځ ده.''
خو د دې په مقابل کې، د حزب الله ګوند یو نژدې متقاعد مشر امین حطیط بیا دا نه مني، چې ګني په سوریه کې دې د ''ابوالفضل العباس'' په نامه ډله جنګېږي.
نوموړی وايي، په دمشق کې د سپېڅلو ځایونو شمېر هومره نه دی، چې ګني د ساتنې لپاره یې دې یوې بسته لوا ته اړتیا وي.
دی وايي، چې ''په دې وروستیو کې شیعه مېشتو سیمو د خپلو سپېڅلو زیارتونو د ساتنې لپاره سیمه ییزې دفاعي ډلې جوړې کړې، چې دې کار مخالفینو ته دا فرصت په لاس ورکړی، چې ووايي سوریه کې بهرني شیعه ګان جنګېږي.''












