
تورن د یکشنبې پر ګهيځ وختي اعدام شوي.
ایراني رسنیو ویلي، چې د تهران "پارک هنرمندان تهران" په عام محضر د یکشنبې په ګهیځ دوه کسان د "لوټمارۍ" په جرم اعدام شول.
دغه دوه کسان په تهران کې د لوټمارۍ په تور نیول شوي وو.
د ایراني رسنیو په وینا، د اعدام مراسم د یکشنبې ورځې پر ګهیځ وختي د تهران هنرمندان پارک په شمالي برخه کې په عام محضر کې ترسره شول.
دغه دوه تورن کسان وروسته تر هغه ونیول شول، چې په تېر دسمبر کې یوې کمرې د هغوی یو وېدیويي انځور ثبت کړ.
په وېدیويي انځور کې څلور کسان لیدل کېږي، چې پر یوه لاروي په واټ کې برید کوي، د هغه بکس اخلي او یو کس پر هغه د چړې ګوزار کوي.
دغه وېدیو پر یوټیوب وېبپاڼې هم خپره شوې ده.
راپورونه وايي، چې د ایران حکومتي تلوېزیون هم دغه وېدیو خپره کړې ده.
د دغه فلم په خپرېدو سره په ایران کې سخت غبرګونونه څرګند شول، چې د ایران د قضايه قوې مشر صادق لاریجاني دا یو ښکاره برید وباله، چې د جرم تر تثبیت وروسته یې سزا اعدام ده.
د قضیې د ارزونې پرمهال پولیسو څلور کسان ونیول.
د تهران د محکمې د اعلان پربنسټ، د دغو څلورو تورنو کسانو عمرونه تر ۲۴ کلونو ټيټ وو.
د ایران د انقلابي محکمې ۱۵ څانګې دوه کسان "په ځمکه کې د فساد په خپرولو" تورن او په اعدام محکوم کړل.
دوه نور کسان یې بیا په لسو کلونو زندان او پنځو کلونو تبعید محکوم کړل.
د ایران د قضایه قوې رییس مخکې ویلي وو چې "د لوټمارۍ لپاره تر دې پرته کومه بله سزا نه شته، د مجرمینو اعدامول تر ټولو مناسبه سزا ده."
د ایران د محصلینو خبري اژانس ویلي، د اعدام شویو کسانو مړي تر ۲۰ دقیقو پورې "پر دار ځړېدل".












