
په بلوچستان کې له دې مخکې هم ورته بریدونه شوي او اکثر دغه ډول بریدونه، چې شیعه ګان په کې په نښه کېږي، په مستونګ سیمه کې رامنځ ته شوي.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د شیعه زیارت کوونکو درې بسونه په نښه شوي، چې له امله یې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر اکبر حسین دراني بي بي سي ته ویلي، چې د زیارت کوونکو درې بسونه له ایرانه کوټې ته پر لاره وو، چې په مستونګ سیمه کې په نښه شول.
د نوموړي په خبره د بسونو په لار کې یوه ولاړ کوچني ګاډي کې باروت ایښي و، چې د چاودنې له امله یې یو بس په بشپړه توګه وسوځېد. پېښه د بلوچستان له مرکزي ښار کوټې څخه ۳۵ کیلومتره لېرې په مستونګ سیمه کې وشوه.
په نښه شوي بسونه د ایران له تفتان څخه کوټې ته پر لاره وو، چې پرې موټر بم برید وشو. د مستونګ د ځايي چارواکو په وینا په ټپیانو کې کې څلور ښځې هم شاملې دي.
د چارواکو په وینا د وژل شویو کسانو جسدونه سوځېدلي دي، چې له کبله یې پېژندنه ګرانه ده.
"بلوچستان کې له دې مخکې هم ورته بریدونه شوي او اکثر دغه ډول بریدونه، چې شیعه ګان په کې په نښه کېږي، په مستونګ سیمه کې رامنځ ته شوي."
د ځايي چارواکو په وینا له بسونو سره ملېشه ځواکونه هم مله و.
یوه عیني شاهد وزیرخان بي بي سي ته وویل، چې یو بس ګاډی په بشپړه توګه سوځېدلی دی، خو د نوموړي په خبره دی نه پوهیږي، چې په دې ګاډي کې څو کسان ناست وو.
هغه زیاته کړه، داسې معلومیږي، چې پر بسونو موټر بم برید شوی، ځکه د پېښې په ځای کې د یوه کوچني ګاډي ماشین هم پروت دی.
بلوچستان کې له دې مخکې هم ورته بریدونه شوي او اکثر دغه ډول بریدونه، چې شیعه ګان په کې په نښه کېږي، په مستونګ سیمه کې رامنځ ته شوي.
له دې مخکې د بلوچستان په ګوادر سیمه کې د سخت دریځو په یوه برید کې هغه ۱۱ کسان ووژل شول، چې په غیر قانوني توګه ایران ته روان وو.
د ځايي چارواکو په وینا په هغه برید کې وژل شوي کسان د پنجاب او بلوچستان ایالتونو اوسیدونکي وو، چې قاچاق کوونکو په غیر قانوني توګه ایران ته لېږدول.












