
د چارواکو په وینا وژل شوي کسان د پنجاب او بلوچستان ایالتونو اوسیدونکي وو، چې قاچاق کوونکو په غیر قانوني توګه ایران ته لېږدول.
د بلوچستان په ګوادر سیمه کې د سخت دریځو په یوه برید کې هغه ۱۱ کسان وژل شوي، چې په غیر قانوني توګه ایران ته روان وو.
د مکران سیمې ځايي چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې ۱۱ کسان د سخت دریځو په ادعا شوي برید کې وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا وژل شوي کسان د پنجاب او بلوچستان ایالتونو اوسیدونکي وو، چې قاچاق کوونکو په غیر قانوني توګه ایران ته لېږدول.
د دې سیمې له لارې یو شمېر بدرګه کوونکي ایران ته کسان اړوي او بیا یې له هغه ځایه ترکي او یونان ته استوي.
"د چارواکو په وینا وژل شوي کسان د پنجاب او بلوچستان ایالتونو اوسیدونکي وو، چې قاچاق کوونکو په غیر قانوني توګه ایران ته لېږدول."
له دې مخکې د روان کال په جولای میاشت کې نامعلومو کسانو په ورته پېښه کې ۱۸ کسان وژلي وو، چې غوښتل يې په غیر قانوني توګه ایران ته لاړ شي.
هغه پېښه د بلوچستان په تربت سیمه کې وشوه. په هغه پېښه کې نامعلومو موټر سایکل سپرو کسانو د ایران پولې ته ۹۰ کیلو متره نژدې د هورشولي په سیمه کې د وژل شویو کسانو د سپرلۍ پر ګاډي ډزې وکړې.
ځايي چارواکي وايي د انسانانو قاچاق کوونکي لومړی ایران ته تلونکي کسان د ایران او پاکستان تر منځ د پولې سیمې مند ته لېږدوي یا هغه لارې کاروي، چې لږ تګ راتګ پرې کېږي، چې له امله یې دغه ډول پېښې رامنځ ته شوې. تر اوسه کومې ډلې د دې برید پړه نه ده منلې.












