
د څلورو کلونو په موده کې د ملګرو ملتو سازمان د ۱۹۲ غړو هېوادونو څخه د هر یو په اړه د یوه ځل لپاره د بشري حقونو په برخه کې ارزونه کیږي.
جینیوا کې د ملګرو ملتو د بشري حقونو د څار کونسل د ارزونې په غونډه کې د خبرو پر مهال د امریکا متحده ایالاتو استازي د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د تاو تریخوالي په ډېرېدو خواشینې څرګنده کړه.
د امریکايي استازي په وینا بلوچستان کې د پاکستان امنیتي ځواکونه د ( ووژنه او وغورځوه) د پالیسۍ پر بنسټ د مدني حقونو پلوي بلوچ فعالان، د هغو کورنۍ، ژورنالستان، سیاسي کارکونکي او د محصلینو مشران په نښه کوي چې له امله یې په بلوچ ټولنه کې انتشار را منځ ته شوی او د منځلارۍ لپاره فرصتونه په کمېدو دي.
د امریکا استازي وغوښتل، چې باید د زور په وسیله په بلوچستان کې د مخالفانو د غلي کولو پالیسي ودرول شي او په ملي کچه د زور زیاتي، په جبري توګه د مخالفینو له منځه وړلو او له محاکمې پرته د خلکو د وژلو عاملین محاکمه شي.
"څلور کاله وړاندې د ملګرو ملتو د بشري حقونو د کونسل په غونډه کې د پاکستان لپاره وړاندیزونه شوي وو، چې له هغو نه یو شمېر عملي شوي دي او یا یې د عملي کولو لپاره هڅې دوام لري."
حنارباني کهر
د امریکا استازي دغه ډول په پاکستان کې د احمدیانو او عیسویان سره سره په شیعه ګانو د بریدونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.
له دې مخکې دې غونډې ته په وینا کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر وویل، چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د پاکستان حکومت د خپلو خلکو د باور په تر لاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
د مېرمن کهر په خبره، څلور کاله وړاندې د ملګرو ملتو د بشري حقونو د کونسل په غونډه کې د پاکستان لپاره وړاندیزونه شوي وو، چې له هغو نه یو شمېر عملي شوي دي او یا یې د عملي کولو لپاره هڅې دوام لري.
د ملګرو ملتو په دې غونډه کې دا ځل په ۴۸ هېوادونو کې د بشري حقونو د حالت په اړه ارزونه وشوه.
د څلورو کلونو په موده کې د دغه سازمان د ۱۹۲ غړو هېوادونو څخه د هر یو په اړه د یوه ځل لپاره د بشري حقونو په برخه کې ارزونه کېږي.
که څه هم د دې ارزونې په وړاندیزونو عمل کول اړین نه دي، خو هر یو غړی هېواد د نړېوالې ټولنې اخلاقي فشار له امله اړ کېږي، چې په دې وړاندیزونو څه نا څه عمل وکړي.
د دغه ډول ارزونې له پیل راهیسې تر اوسه پورې د دې وړاندیزونو د عملي کولو په لړ کې پر مختګ شوی او د عملي کېدو کچه یې ۴۰ سلنه ده.
د بشري حقونو فعالان د پرمختګ دغه کچه هیله من کونکې بولي.












