
دغه پېښه د پاکستان د سترې محکمې له خوا د دې پېښو په اړه له اندېښنې څرګندولو درې ورځې وروسته رامنځته شوه.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې ۴ کسان وژل شوي دي.
د ځايي پولیس په خبره دغه پېښه په سرکۍ روډ سیمه کې شوې ده.
برید ګر په موټر سایکل سپاره وو او په کباړي مارکیټ کې یې په یوه دکان ډزې وکړې. په بلوچستان کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د فرقه ییزو هدفي وژنو لړۍ دوام لري.
په دغه ډول بریدونو کې تر ډېره حده ځايي هزاره ګان وژل کیږي، چې د شیعه مسلک اړوند دي.
د دې قبیلې له خوا د پاکستان سترې محکمې ته د ۲۰۱۲ کال په سپتمبر کې یو نوملړ وړاندې شو، چې له مخې یې په فرقه ییزو هدفي وژنو او بمي چاودنو کې د دې قبیلې نژدې ۷۰۰ کسان وژل شوي دي.
له ۲۰۰۹ وروسته په کوټه کې د سني مسلکه عالمانو د هدفي وژنو لړۍ هم پیل شوه.
د ځايي پولیس په خبره تر اوسه پورې په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې له ۲۰ ډېر دیني عالمان او طالبان وژل شوي دي.
دغه پېښه د پاکستان د سترې محکمې له خوا د دې پېښو په اړه له اندېښنې څرګندولو درې ورځې وروسته رامنځته شوه.












