دبلوچستان ایالت مرکز کوټې ته څېرمه د نا معلومو کسانو په ډزو کې دوه دولتي مامورین وژل شوي او یو ټپی شوی دی.
چارواکي وايي له کوټې ښار نه ۲۵ کلیومتره لرې په کچلاغ ښارګوټي کې نا معلومو کسانو د وژل شویو کسانو په ګاډي ډزې وکړې.
ددې ډزو په پایله کې د اقتصادي شعبې دوه کارکوونکي ووژل شول او یو ټپي شو. وژل شوي کسان د هزاره قبیلې اړوند دي. د ځايي چارواکو په وینا دغه کسان له کوټې نه بشین ته پر لاره وو، چې ووژل شول.












