
بلوچستان د بډايه طبيعي سرچينو درلودلو سره سره بيا هم ډېر بې وزلی ايالت دى.
چارواکي وايي د بلوچستان ايالت خضدار سيمه کې په يوه پطرول پمپ کې د ډزو په پايله کې لږ تر لږه ١٨ کسان ووژل شول چې ښځې او کوچنيان هم په کې شامل دي.
د ډزو په پايله کې پطرول پمپ کې اور ولگېده. تر دې دمه يوې ډلې هم د بريد پړه نه ده منلې.
بلوچستان ته د القاعده او طالبانو د پياوړي مرکز په سترگه کتل کېږي او په دې ايالت کې بلوڅ بېلتون پالي هم فعاله دي.
داسې باور کېږي چې د اورپکۍ ضد ډلې چې د امنيتي ځواکونو له خوا ېې ملاتړ او د دوى په مټ جوړې شوې دي هم په دې ايالت کې فعاليت کوي.
خضدار کې يوه جگپوړي چارواکي عبدل منصور کاکړ خبريالانو ته وويل چې پر پطرول پمپ دغه بريد د جمعې په ماسپښين (نومبر/دویمه) ناوخته وشو.
نوموړي وويل نامعلومو وسله والو په ډزو کې يوه گولۍ پر پطرول پمپ ولگېده او هغه مسافر وړونکی موټر د اور په لمبو کې راگېر شو چې په ټانکۍ کې يې تېل اچول.
ښاغلي کاکړ وويل د ځينو مسافرينو مړي سخت سوځېدلي چې د پېژندولو نه دي.
بلوچستان د بډايه طبيعي سرچينو درلودلو سره سره بيا هم ډېر بې وزلی ايالت دى.
په دې وروستيومياشتو کې په دغه ايالت کې فرقه ييز تاوتريخوالى هم راټوکېدلى دى چې ويل کېږي ډېری بريدونه د توند لاره سونيانو له خوا هلته پر مېشتو شعيه گانو باندې شوي دي.












