
د بلوچستان ایالت په اکثر سیمو کې د ناامنۍ ورته پېښې رامنځته کیږي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په په ډېره بګټي او سبي سیمو کې د بمي چاودنو په دوه جلا پېښو کې د درې ملېشه عسکرو په شمول لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۰ ټپیان دي.
د پاکستان د دولتي رپوټونو له مخې په سبي کې د موټرسایکل بم چاودنه شوي، چې له کبله یې اته تنه وژل شوي او د درې ماشومانو په ګډون ۱۵کسان ټپیان دي.
دغه چاودنه ډېره زوروه وه، چې له کبله يي شاوخوا دکانونو او ولاړو ګاډو ته هم زیان اوښتی.
ځايي پولیس وايي دا په کور کې جوړ شوی بم و، چې په موټرسایکل کې نصب شوی و. د پولیس په خبره په ظاهره داسې ښکاري، چې د بم هدف تحصلیدار سني قاضي پرویز و، چې په دې پېښه کې سخت ټپي شوی دی.
په رپوټ کې ویل شوي، چې په ډېره بګټي سیمه کې په سړک کې د خښ کړل شوي ماین د چاودنې له کبله د نیمه پوځي ځواک (فرنټېر کور) درې تنه عسکر ځاي پر ځای وژل شوي او پنځه تنه ټپیان دي. وژل شوي او ټپیان عسکر روغتون ته وړل شوي وي.
د بلوچستان ایالت په اکثر سیمو کې د ناامنۍ ورته پېښې رامنځته کیږي، چې په دغه ډول یوه وروستۍ پېښه کې تېره اوونۍ د دغه ایالت مرکز کوټې ته څېرمه د نا معلومو کسانو په ډزو کې دوه دولتي مامورین ووژل شول او یو ټپی شو.
د ځايي چارواکو په خبره، له کوټې ښار نه ۲۵ کلیومتره لرې په کچلاغ ښارګوټي کې نا معلومو کسانو د وژل شویو دولتي مامورینو په ګاډي ډزې وکړې. د ځايي چارواکو په وینا وژل شوي کسان له کوټې نه پشین ته پر لاره وو، چې ووژل شول.












