
د پاکستاني طالبانو ليک وايي که عوامي نشنل گوند تگلاره بدله کړي نو دوى يې بخښلو ته چمتو دي.
پاکستاني طالبانو اسلام اباد ته د مشروط اوربند وړانديز کړى دى. په دغو شرطونو کې په پاکستان کې د شرعي نظام راوستل او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د مرستې پر ځاى له هند څخه غچ اخيستلو ته پام غوښتل شوى دى.
پاکستاني ورځپاڼه ليکونکى سليم ساپي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل "په ليک کې چې په اردو ژبه دى طالبانو په افغان جگړه کې د پاکستان د " شراکت دارۍ" د ختمولو غوښتنه کړې ده، چې د دې مطلب له ناټو او امريکا سره د همکارۍ ختمول دي."
د پاکستان د پنجاب په ايالت کې د تحريک طالبان پاکستان د امير عصمت الله معاويه له خوا پاکستاني رسنيو ته په ليږل شوي ليک کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتل شوي چې له امريکا سره اړيکي ختمې کړي او د هېواد اساسي قانون او بهرنۍ تگلاره له شرعيت سره سمه جوړه کړي.
د پاکستاني طالبانو مرکزي وياند احسان الله احسان د رايټرز خبري اژانس ته د تيلیفون په کرښه د دغه ليک تاييد کړى او ويلي يې دي چې په دغه ليک کې د يادو شويو شرطونو ملاتړ کوي.
په ليک کې ويل شوي د پاکستان تر ټولو لويه تېروتنه دا وه چې په افغانستان کې د دوى په وينا د امريکا جگړې کې شامل شو او دا جنگ يې پاکستان ته راوست.
د پاکستاني طالبانو په ليک کې دا هم راغلي چې دوى د افغانستان او کشمير پر ځاى د پاکستان پر ضد جگړې ته اړ شوي دي.
دوى د دې چارې مسووليت د پاکستان پر حکومت او پوځ اچوي.
په ليک کې د پاکستان له پوځه غوښتل شوي چې د دوى په وينا خالص اسلامي پوځ دې ترې جوړ شي او د امريکا لپاره دې کار نه کوي.
"عصمت الله معاويه په خپلو وړانديزونو پاکستاني حکومت ته لارښونه نه شي کولى"
رحمن ملک
د پاکستاني طالبانو په دې ليک کې د دغه هېواد د دوو سياسي گوندونو مسلم ليگ نواز چې د پخواني لومړي وزير نواز شريف دى، او د کريکټ د پخواني اتل عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف په اړه ويل شوي چې د چوپتيا تگلاره يې غوره کړې ده.
خو دغه ليک په پښتون ملتپاله عوامي نشنل گوند باندې تور لگوي چې گواکې پر امريکايي ډالرو پلورل شوى دى.
دوى د الطاف حسين په مشرۍ د هندي مهاجرو متحده قومي غورځنگ هم په همدې تور تورنوي.
د پاکستاني طالبانو ليک وايي که عوامي نشنل گوند تگلاره بدله کړي نو دوى يې بخښلو ته چمتو دي.
تېره اوونۍ د عوامي نشنل گوند يو لوړ پوړى غړى بشير احمد بلور په پېښور کې د يوۀ ځانمرگي بريد په ترڅ کې ووژل شو چې پړه يې پاکستاني طالبانو په غاړه واخيسته.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک د طالبانو د دغه ليک په ځواب کې رسنيو ته ويلي چې عصمت الله معاويه په خپلو وړانديزونو پاکستاني حکومت ته لارښونه نه شي کولى.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير دا هم وايي چې دۀ د افغانستان له ولسمشر څخه غوښتي دي چې عصمت الله معاويه او مولانا فضل الله دې دوى ته وسپاري.













