
دا لا جوته نه ده چې ولسمشر کرزى کله واشنگټن ته سفر کوي.
د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ولسمشرۍ په دفتر کې د چارشنبې په ورځ ( د دسمبر ٢٦ مه) د يو شمېر هغو کسانو غونډه جوړه شوې وه چې افغان چارواکي يې " جهادي مشران" بولي.
د ولسمشرۍ دفتر وايي په دې غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو ته د ولسمشر حامد کرزي د راتلونکي سفر او د سولې په اړه په قطر کې د طالبانو د دفتر په هکله خبرې وشوې.
د چارواکو په وينا حامد کرزي له د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره د راتلونکې ليدنې د اجنډا ټکي د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
د ولسمشرۍ دفتر وايي "له هر اړخیز بحث وروسته د غونډې برخه والو مشوره ورکړه چې د افغانستان حکومت دې د ملي حاکمیت او ملي ګټو په چوکاټ کې د امریکا له متحده ایالاتو سره دا مذاکرات ترسره کړي."
دا لا جوته نه ده چې ولسمشر کرزى کله واشنگټن ته سفر کوي.
په دې وروستيو کې د ښاغليو کرزي او اوباما په يوۀ تيلې فوني تماس کې پتېيل شوې وه چې افغان ولسمشر به واشنگټن ته سفر کوي.
د سولې د بهیر او په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر په اړه د ولسمشر کرزي په مشرۍ شوې دغې غونډې پرېکړه وکړه چې دا بهیر دې د افغان دولت او د سولې د عالي شورا تر مشرۍ لاندې پر مخ یوړل شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په روانه اوونۍ کې ويلي و چې له طالبانو سره د خبرو چارې بايد د کابل په مشوره وشي او د افغان چارواکو له ښکېلتيا پرته دوى دغه ډول هڅې نه مني.












