
ولسمشر کرزي د دغو هڅو ننګه وکړه، و يې ويل د هر هغه اقدام ملاتړ او هرکلی کوي چې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پياوړي کېدو لامل ګرځي.
افغان ولسمشر حامد کرزي سره له دې چې وسله والو مخالفينو يې بيا بيا د سولې په تړاو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی، د سولې په تړاو په فرانسه کې د روانو هڅه ننګه وکړه.
په دغو خبرو کې د وسله والو طالبانو، د حکومت د سياسي اپوزيسيون استازي او د حکومت پلويان ونډه لري.
ده دغه راز له پاکستان نه هم وغوښتل چې د دغه هېواد په زندانونو کې بندي طالب مشران پرېږدي، او د سولې بهير د پياوړي کېدو لپاره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.
کابو يوه مياشت وړاندې پاکستان ته د سولې د عالي شورا د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال دغه هېواد نهه طالب بنديان خوشې کړل.
له هغه وروسته چې په فرانسه کې د افغانستان د کشالې پر سر د ښکېلو غاړو ترمنځ د خبرو ګنګوسې خپرې شوې ولسمشر کرزي وويل حکومت يې د سولې په دغو هڅو خبر دی.
ده وويل دغه ناسته چې د فرانسې د حکومت په اهتمام په پاريس کې جوړېږي ګډونوال يې د افغانستان د حکومت سياسي مخالفين، د وسله والو طالبانو استازي او د حکومت پلويان دي.
ولسمشر کرزي د دغو هڅو ننګه وکړه، و يې ويل د هر هغه اقدام ملاتړ او هرکلی کوي چې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پياوړي کېدو لامل ګرځي.
په داسې حال کې چې په پاريس کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډه جوړېږي ولسمشر کرزي له طالبانو سره د پخلاينې د غښتلتيا لپاره له پاکستان نه وغوښتل چې زنداني شوي ټول طالب بنديان خوشې کړي.
ده وويل پاکستان بايد هغه لوړپوړي طالب مشران خوشې کړي چې د پخلاينې په بهير کې ډېر مهم دي:
"ټول هغه کسان چې پاکستان زنداني کړي، هغه خلک دي چې سوله غواړي. که پاکستان اراده ولري چې د سولې هڅې پر مخ ولاړې شي د دغو طالبانو خوشې کېدل ډېر مهم دي او پاکستان بايد د دغو لوړپوړو طالب زندانيانو په خوشې کېدو دا ثابته کړي چې پاکستان د سولې له بهير سره دلچسپي لري".
ښاغلی کرزی دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې پاکستان ته د سولې د عالي شورا د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال دغه هېواد د نهو طالب زندانيانو د خوشې کېدو اعلان وکړ.
حکومت له تېرو څو کلونو راهيسې د حکومت وسله والو مخالفينو ته بيا بيا د خبرو وړانديزونه کړي، خو وسله والو تر اوسه چندانې اهميت نه دی ورکړی.
افغان حکومت ته د سولې په تړاو د وسله والو طالبانو وروستی پېغام د افغانستان د څارګرې ادارې ملي امنيت په مشر اسدالله خالد بريد و چې په پايله کې يې نوموړی ټپي شو.
وسله وال طالبان د افغان حکومت پر ځای له بهرنيو ځواکونو سره د سولې خبرې غوره بولي.















