
رباني وايي هیله من دی چې پاکستان نور طالب مشران هم خوشي کړي.
پاکستان ته د سولې د عالي شورا د پلاوي له سفر دوه ورځې وروسته د دغې شورا مشر صلاح الدين رباني پلازمېنې کابل ته د ستنېدو پر مهال خبريالانو ته د خپل سفر جزيیات په ډاګه کړل.
شورا چې پاکستان ته وروستی سفر له لاسته راوړنو ډک بولي وايي د سولې په تړاو يې د پاکستاني سياست والو او مذهبي او پوځي مشرانو ملاتړ خپل کړی او پاکستان عملي ګامونه پورته کوي.
ښاغلي رباني وويل په دې لړ کې پاکستان له خپلو زندانونو د يو شمېر طالب مشرانو د خوشې کېدو په تړاو د دوی غوښتنه منلې او په لومړي پړاو کې يې نهه طالب مشران خوشې کړي دي.
صلاح الدین رباني د پاکستان د دغه ګام ستاينه وکړه ويې ویل چې خوشې شوي کساند د طالبانو مهم غړي دي او کولی شي د سولې د بهير په غښتلي کېدو او غوړېدو کې لويه مرسته وکړي:
''د يوه افغان تبعه په توګه د دوی خوشې کېدل زموږ لپاره ډېر مهم دي. موږ د پاکستاني چارواکو د دغه اقدام درناوی کوو. البته دوی به د سولې په برخه کې کار کوي. د دوی خوشې کېدل به هغه کسان هم تشویق کړي چې په انفرادي ډول يې د سولې هڅې کولې. هغه کسان چې خوشې شوي د طالبانو مهم غړي دي او کولی شي چې د سولې د بهير د غښتلي کولو او مذاکراتو په برخه کې کار وکړي.''
تر اوسه د خوشې شويو کسانو نومونه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي، خو په ځينو ناتاييد شويو راپورونو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د عدليې د وزير نور الدین ترابي او د مولوي خالص د زوی انورالحق مجاهد نومونه ياد شوي دي.
خو صلاح الدين رباني وويل د خوشې شويو په ډله کې د طالبانو د مشرتابه دويم کس ملا برادر چې ويل کېږي پرته د پاکستان له نفوذه يې له افغان حکومت سره يې د مذاکراتو تکل لاره، نه شته.
"کتونکي د پاکستان له زندانونو د طالب مشرانو خوشې کېدل يو نيک شګون بولي، خو د پاکستان مخکنيو ژمنو ته په کتو د دغه هېواد پر نويو ژمنو شک ښيي."
پاکستان ويلي که خوشې شوي کسان د سولې په بهير کې کارنده پرېوځي، د لوړې کچې طالب مشران به هم پرېږدي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي خوشې شوي طالب مشران ازاد دي او کولی شي هر هېواد ته ولاړ شي:
''دا چې دوی له خوشې کېدو وروسته چېرې ځي، موږ ته مهمه دا ده هغه کسان چې په زندانونو کې دي بايد خوشې شي. که دوی افغانستان انتخاب کړي، افغانستان د ټولو ګډ کور دی کولی شي، راشي، او يا هر چېرې چې غواړي کولی شي ولاړ شي، دوی ازاد دي چې ژوند وکړي. خو موږ په دې اعلان چې د دوی د خوشې کېدو په اړه شوی خوشحاله يو او دا چې ډېر نور به په نژدې راتلونکې کې خوشې شي.''
يو شمېر طالب مرکچيان د مذاکراتو لپاره څو مياشتې وړاندې د پاکستان له لارې قطر ته تللي دي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکي وايي د پخلاينې د بهیر د لاغښتلي کولو لپاره يې هڅه دا ده چې د ملګرو ملتو له تور لست نه د يو شمېر طالب مشرانو نومونه لرې کړي.
کتونکي د پاکستان له زندانونو د طالب مشرانو خوشې کېدل يو نيک شګون بولي، خو د پاکستان مخکنيو ژمنو ته په کتو د دغه هېواد پر نويو ژمنو شک ښيي.












