پاکستان د ګڼو افغان طالب بندیانو له خوشې کولو سره موافقه کړې ده.افغان چارواکو دغه حرکت چې په اسلام آباد کې د خبرو پر مهال شوی د سولې بهیر سره د مرستې په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.
چارواکو بي بي سي ته وویل د طالبانو د واکمنۍ د عدلیې وزیر ملا ترابي په ګډون به لوړ پوړي چارواکي له بنده خلاص شي.
په اسلام آباد کې د بي بي سي خبریال وايي تمه کیږي چې افغانستان ته د طالبانو د لوړپوړو چارواکو تر ستنېدو وروسته د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره پر نورو هم اغېز پرې باسي.












