
ځینو دپلوماتاتو هیله ښودلې ده، چې له دغو بندیزونو څخه د سفر د بندیز لرې کول به د سولې او ملي روغې جوړې هڅې ګړندۍ کړي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر هغو طالب مشرانو د سفر د بنديز لرې کولو پرېکړه کړې ده، چې په تور لست کې شامل دي.
د امنيت شورا که څه هم په طالبانو بنديزونه نوي کړي دي، خو پرون په دې اړه پرېکړه ليک کې افغان حکومت نه غوښتل شوي دي چې د بنديزونو د څار کمېټې ته د هغه کسانو نومونه وسپاري، چې د سولې او ملي روغې جوړې په تړاو خبرو کې برخه اخلي.
د ملګرو ملتو د بنديزونو لست کې ۱۳۲ کسان شامل دي.
ځینو دپلوماتاتو هیله ښودلې ده، چې له دغو بندیزونو څخه د سفر د بندیز لرې کول به د سولې او ملي روغې جوړې هڅې ګړندۍ کړي.
د رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د پرېکړه لیک له مخې امنیت شورا له افغان حکومت غوښتي، چې د بندیزونو د څار کمېټې ته به د هغو کسانو د پاسپورتونو او یا نورو سفري اسنادو نومرې ورکوي.
همدارنګه، د هغه هېواد نوم به ورکول کېږي، چې سفر ورته کوي او موده به یې هم مالومه وي، چې تر نهو میاشتو به نه ډېرېږي.
رویټرز په ملګرو ملتونو کې د برتانیا د سفیر په حواله لیکلي چې په تور لست کې د شاملو کسانو د سفر بندیز لرې کول به له سولې سره ډېره مرسته وکړي؛ ځکه چې د ملي روغې جوړې بهیر په راتلونکو دوو کلونو کې ډېره مهمه ده.
پرون (دوشنبه/ دسمبر ۱۷) فرانسې منلې وه، چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو استازي به فرانسه کې مخامخ لیده کاته ولري.
خو طالبانو ویلي وو، چې دا یوازې لیده کاته دي، او د جوړجاړي خبرې به په کې نه مطرح کېږي.
وړاندې ولسمشر حامد کرزي هم ویلي وو، چې د فرانسې په خبرو کې به یې استازي برخه اخلي، خو ټينګار یې دا و، چې د خبرو اصلي ځای افغانستان دی.
"ټاکل شوې چې د بېلابېلو اړخونو شل غړي به دې خبرو کې برخه لري، او خبرې به د چارشنبې او جمعې ترمنځ د پاريس په شمال کې ترسره کېږي. "
په دې خبرو کې د پخوانۍ شمالي ټلوالې ځینې غړي هم برخه لري.
رويټرز خبري اژانس د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لاورن فابيوس له خولې ليکلي چې له تېرو دريو کلونو بېلا بېلو ډلو سره خبرې روانې وې.
ده وويل "د سولې خبرې د هغه چا ترمنځ کېږي چې يو بل سر جوړ نه وي او خپله سيمه کې يو بل سره نه شي ليدلى، دا ليده کاته دي نه د جوړجاړي خبرې.''
ټاکل شوې چې د بېلابېلو اړخونو شل غړي به دې خبرو کې برخه لري، او خبرې به د چارشنبې او جمعې ترمنځ د پاريس په شمال کې ترسره کېږي.
د دغې ناستې برابرونې چارې د فرانسې ستراتيژيکو پلټنو بنسټ له خوا ترسره شوې دي.
د دغه بنسټ مشر کميل گران د رويټرز خبري اژانس ته وويل چې غونډې ته کسان په انفرادي ډول وربلل شوي دي، هدف دا دى چې هغوي په ازاد ډول د بندو دروازو تر شا وغږېږي، خو ده د بلل شويو کسانو د نومونو له ښکاره کولو ډډه وکړه.












