د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر هغو طالب مشرانو د سفر د بنديز لرې کولو پرېکړه کړې ده، چې په تور لست کې شامل دي.
د امنيت شورا که څه هم په طالبانو بنديزونه نوي کړي دي، خو پرون په دې اړه پرېکړه ليک کې افغان حکومت نه غوښتل شوي دي چې د بنديزونو د څار کمېټې ته د هغه کسانو نومونه وسپاري چې د سولې او ملي روغې جوړې په تړاو خبرو کې برخه اخلي.
د ملګرو ملتو د بنديزونو لست کې ۱۳۲ کسان شامل دي.












