د پیشو پر سر جنجال ښځې میړه په تومانچه وویشت

د خپريدو وخت: 12:53 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391

هېڅ کومې پیشو ته څه زیان نه دی اوښتی.

یوې امریکایۍ ښځې په ټکساس ایالت کې وروسته تر هغه خپل میړه په تومانچه وویشت، چې د ښځې د پیشوګانو ځورولو ګواښ یې ښځې ته وکړ.

سي بي ایس تلوېزیوني شبکې ویلي، چې۴۲ کلنه اودري ډین میلر د وژونکې وسلې په برید مجرمه ده.

خو راپور وايي، چې میړه یې ښځې ته د لوبو په یوې تومانچې د پیشوګانو د ویشتلو ګواښ وکړ، خو ښځې پرې ریښتینې تومانچه راویستله او ویې ویشت.

ښځې خپل میړه په معده ویشتلی دی.

سي بي ایس وايي، چې دغه ښځه ډېرې پیشوګانې لري.

پولیسو ښځه نیولې ده.

میړه یې روغتون ته لېږدول شوی دی.

خو ویل کېږي، چې هېڅ کومې پیشو ته په دې کورنۍ جګړه کې هېڅ زیان نه دی اوښتی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>