
محکمې ته د وړاندې کېدو پرمهال نیکولا مخ پټ کړی و
د امریکا په متحده ایالاتو کې د هغه فلم جوړوونکی ونیول شو، چې اسلام ته په کې سپکاوی شوی. پروډیوسر نیکولا بیسیلي نیکولا د امریکا په لاس انجلس ښار کې محکمې ته له وړاندې کېدو مخکې ونیول شو.
په انټرنیټ د دغه فلم له خپرېدو وروسته په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د احتجاج لړۍ پیل شوه، چې په یو شمېر ځایونو کې په کې تشدد هم تر سترګو شو.
د دې احتجاجونو په لړ کې په لیبیا کې د امریکا د سفېر په ګډون لسګونه کسان ووژل شول. د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د امریکايي قاضي له قوله ویل شوي، چې دی( قاضي) اندېښمن و، چې نیکولا به وتښتي.
قاضي د پرېکړې پر مهال څو بېلګې بیان کړي، چې په دې لړ کې یي د نیکولا له خوا د فریب ورکولو مثالونه هم وړاندې کړل.
د یادونې ده چې ۵۵ کلن نیکولا بیسلې په فلم کې د شته لانجمنو موادو په ځای په مشروط ډول د خوشي کېدو له اصولو نه دسر غړونې د جرم په تور نیول شوی دی. نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې د یوې بانکي درغلۍ په لړ کې د سزا له بشپړ کېدو وروسته په مشروط ډول خوشی شو.
د محکمې په خبره د مشروط خوشي کېدو د مودې تر بشپړېدو پورې په نیکولولا بندیز لګېدلی و، چې نه به له اجازې پرته انټرنیټ کاروي او نه به هم د پولیس له اجازې پرته په انټرنیټ مستعار نوم کاروي، چې نوموړې ونه منله.
له دې مخکې د اوباما ادارې له ګوګل نه غوښتنه کړې وه، چې جنجالي فلم له یو ټیوب نه لرې کړي، خو کمپنۍ انکار وکړ او ویې ویل چې دغه فلم د دوي د اصولو ضد نه دی. نیکولا د فلم له خپرېدو وروسته ورک و.
له دې مخکې د نړۍ د ۵۶ اسلامي هېوادونو استازي سازمان (او ای سې) د اسلام په ضد د کرکې څرګندولو د مخنیوي لپاره د قوانینو جوړولو غوښتنه کړې وه، داسې لکه د یهودانو او د هولو کاسټ نه د انکار په اړه چې قوانین موجود دي.
"هلته چې د بیان ازادي شته، په هغه ځای کې مذهب ته ډېر درناوی موجود دی او په کوم ځای کې چې د بیان په ازادي بندیزونه دي، په هغه ځای کې موږ تشدد، بیوزلې، مایوسې او سپکاوی وینو"
الن چمبرلین ډوناهو
د امریکا ولسمشر باراک اوباما دغه فلم غندلی او د کرکې وړ يي بللی دی. خو یو شمېر لوېدېځ هېوادونه دې مسالې ته د بیان د ازادي د موضوع په سترګه ګوري او د بیان په ازادۍ د بندیزونو لګولو پلوي نه دي.
د تېرې دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتو دبشري حقونو په کونسل کې وویل شول، چې د مذهبي ازادۍ او د بیان ازادۍ تر منځ توپیر کول ناممکن دي.
د امریکا سفیر الن چمبرلین ډوناهو په دې اړه وویل" هلته چې د بیان ازادي شته، په هغه ځای کې مذهب ته ډېر درناوی موجود دی او په کوم ځای کې چې د بیان په ازادي بندیزونه دي، په هغه ځای کې موږ تشدد، بیوزلې، مایوسې او سپکاوی وینو."
په همدې اساس انګېرل کیږي، چې د اسلامي هېوادونو له خوا د مذهب د سپکاوي ضد قوانینو جوړولو غوښتنه شاید ونه منل شي.
داسلامي نړۍ رابطه سازمان تېره اوونۍ څرګنده کړه، چې دغه سازمان به خپلې هڅې، چې له ډېرې مودې راهیسې دوام لري، ګړندۍ کړی، چې د مذهب سپکاوی د یوه بین المللي جرم په توګه وپېژندل شي.












