
ښاغلي بلور ویلي وو چې دا پیسې به "له خپل جیبه" ورکوي.
په داسې حال کې چې د پاکستان د اورګاډو وزیر غلام احمد بلور ویلي چې د اسلام پیغمبر ته د سپکوونکي فلم جوړوونکي قاتل ته سل زره ډالر جایزه ورکوي، حکومتي ویاند د نوموړي دا څرګندونې در کړې دي.
ښاغلي بلور ویلي وو چې دا پیسې به "له خپل جیبه" ورکوي.
خو د لومړي وزیر ویاند شفقت جلیل بي بي سي ته وویل چې دا څرګندونې د وزیر شخصي نظر دی.
په امریکا کې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي فلم په خپرولو سره د نړۍ په ځینو اسلامي هېوادونو کې تاوتریخجنې مظاهرې وشوې.
په دې لړ کې د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان کراچۍ او پېښور کې هم د دغه فلم ضد مظاهرو کې لږترلږه ۲۰ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول.
وزیر غلام احمد بلور ویلي: "هرچا چې فلم جوړوونکی وواژه، زه به ۱۰۰۰۰۰ ډالر ورکړم. که چېرې په راتلونکي کې بل چا دا ډول د سپکاوي ډک توکي جوړ کړل، وژونکي ته به یې زه بیا هم سل زره امریکايي ډالر ورکړم."
د وینا ازادي
"زه دغو هېوادونو ته وایم، چې هو، د وینا ازادي دې وي، خو د هغو کسانو د مجازاتو لپاره باید قوانین هم وي چې زموږ پیغمبر ته سپکاوی کوي. که چېرې تاسې دا کار ونه کړﺉ، راتلونکې به ډېره ناوړه وي."
دغه وزیر د پاکستان د عوامي ملي ګوند غړی دی.
خو دغه ګوند بي بي سي ته ویلي چې دا څرګندونې وزیر د حزب په نامه نه، بلکې د شخصي نظر پربنسټ کړي دي.
ګوند دا هم ویلي چې د وزیر پر وړاندې به هېڅ ډول غبرګون ونه ښيي.
پاکستان د تېرې جمعې ورځ د اسلام له ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) سره د مینې د ورځې په نامه عمومي رخصتي اعلان کړه، خو د همدې ورځې په تاوتریخجنې مظاهرو کې ګڼ کسان ووژل شول او ټپیان شول.












