
د دغه لانجمن فلم په ضد د یک شنبې په ورځ هم په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې مظاهرې وشوې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو دعوامي نیشنل ګوند د یوه مشر او د پاکستان د اورګاډي د فدرالي وزیر هغه بیان غندلی، چې نوموړي په کې هغه چا ته د جایزې ورکولو اعلان وکړ چې په امریکا کې د اسلام مخالف فلم جوړونکی ووژني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي د پاکستاني وزیر غلام احمد بلور بیان پاروونکی او نامناسب دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي بي بي سي ته وویل: د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هیلري کلینټن دغه فلم لانجمن او د غندلو وړ بللی او له همدې امله د دغه فلم په ضد تر سره کېدونکی تشدد هیڅ ډول دلیل نه لري.
د چارواکي په خبره: موږ داسې انګېرو چې د غلام احمد بلور بیان پاروونکی او نا مناسب دی.
نوموړي وویل: د پاکستان لومړي وزیر راجه پروېز اشرف په واکمن اتحاد کې د شامل عوامي نېشنل ګوند د یوه مشر او د اورګاډي د فدرالي وزیر غلام احمد بلور هغه بیان چې وايي، که څوک د لانجمن امریکايي فلم جوړوونکی ووژنی دی به جایزه ورکړي، غندلی دی.
دیادونې ده چې د پاکستان د اورګاډو وزیر غلام احمد بلور له رسنیو سره په خبرو کې ویلی و، که هر څوک د دغه فلم جوړوونکی ووژنی، دی به یو لک ډالره جایزه ورکړي.
په پېښور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال غلام احمد بلور وویل، چې دی پوهیږي د یو چا د وژلو لپاره د نورو لمسول جرم دی، خو که هر څوک د دغه فلم جوړوونکی ووژني زه به یو لک ډالر جایزه ورکړم.
غلام احمد بلور له لوېدېځو هېوادونو وغوښتل چې د اسلام د ستر پیغمبر(ص) په ضد د فلمونو جوړولو د مخنیوي لپاره باید قوانین جوړ کړي، د ده په خبره: هغو هېوادونو ته چې په کې دغه ډول فلمونه جوړیږي، زه وایم د خدای (ج) لپاره د رایې ازادي په خپل ځاي، خو په دې اړه قوانین جوړ کړﺉ.
په امریکا کې د هغه فلم له جوړیدو وروسته چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) ته په کې سپکاوی شوی، د افغانستان او پاکستان په شمول په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې داسې مظاهرې شوې چې له تشدده ډکې وې.
د دغه فلم په ضد د یک شنبې په ورځ هم په پاکستان، تیونس، سوډان، نایجریا، یونان او ترکي کې مظاهرې وشوې.
"هغو هېوادونو ته چې په کې دغه ډول فلمونه جوړیږي، زه وایم د خدای (ج) لپاره د رایې ازادي په خپل ځاي، خو په دې اړه قوانین جوړ کړﺉ."
غلام احمد بلور
په پاکستان کې د دغه هېواد حکومت د جمعې ورځ د (عشق رسول) د ورځې په توګه نومولې وه او په ټول هېواد کې يې د رخصتۍ اعلان کړی و.
په پاکستان کې د تېرې جمعې د ورځې له ګهیځ نه د مظاهرو لړۍ پیل شوه او د جمعې له لمانځه وروسته په دې مظاهرو کې شدت راغی. په ټول پاکستان کې د دې مظاهرو په بهیر کې نولس تنه ووژل شول.
د یاد فلم په ضد له پراخو مظاهرو ورسته په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له لوري په پاکستاني ټيلویزوني کانالونو د یاد فلم د غندنې لپاره د امریکايي لوړ پوړو مقاماتو پیغامونه خپاره شول.
دغه پیغامونه چې په اردو ژبه خپرېدل، د امریکا د ولسمشر اوباما او د بهرنیو چارو د وزیرې مېرمن کلینټن له لوري په کې ویل شوي و، چې دوﺉ له یاد فلم سره هیڅ ډول تړاو نه لري.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت رسنیو ته په دې اړه د امریکا د یو شمېر عامو خلکو غږيز پیغامونه هم لېږلي و.












