
پر ټویټر د واتیکان د کاروونکو د اکونټونو اړیکي نیوونکي تر ۱۱۰ زرو کسانو پورې رسېږي.
و واتیکان ۱۶پاپ بنډیکت د ټولنیزې رسنۍ "ټويټر" پر وېبپاڼې له لاډېرو خلکو سره د راشه درشې لپاره شخصي اکونټ پرانیست.
د پاپ ویاند ویلي "لوی پاپ له ټولو خلکو سره د اړیکې ټینګېدل غواړي، او د پاپ ټویټر پیغامونه د نړۍ اتو ژبو ته ژباړل کېږي."
په پام کې ده، چې د پاپ لومړۍ ټویټر پیغام به د دسمبر پر ۱۲مه د pontifex @ په نامه خپور شي.
د واتیکان د خپرونو مسؤول ګریګ بروک ویلي "خلک روحاني پیغامونه ترلاسه کوي... پاپ به له ځانه سره بلک بیري یا ایپاډ نه ګرځوي."
دی زیاتوي: "پاپ به هغه پیغامونه پر ټویټر خپروي، چې خپرېدل یې غواړي".
خو شاید پاپ دغه پیغامونه پخپل لاس ونه لیکي، بلکې بل چا ته به وايي، چې ورته خپاره یې کړي.
پوښتنې او ځوابونه
واتیکان ویلي "پاپ د خپل ټویټر اکونټ په لومړیو ورځو کې پوښتنو ته ځواب ووايي او پوښتنې به یوازې د عیسوي دین اړوندې وي."
د واتیکان د خپرونو مسؤول دا هم ویلي، له پاپ سره خلک پر ټویټر ګوزاره وکړي.
په روم کې د بي بي سي خبریال ویلي، "واتیکان د عیسوي دین د خپراوي لپاره له هرې ممکنه مخابراتي اړیکې ګټه اخلي، همدا وو چې په ۱۹۳۱ کال ګولیلمو مارکوني د واتیکان رادیو جوړه کړه."
پر ټویټر د واتیکان د کاروونکو د اکونټونو اړیکي نیوونکي تر ۱۱۰ زرو کسانو پورې رسېږي.












