
کشمیر کې واورې ښویېدو پاکستاني پوځيان لاندې کړي
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې واورې ښویېدو لږترلږه ۱۱ کسان وژلي چې پوځيان او ولسي خلک په کې دي او د اتو پوځيانو په ګډون ۱۸ نور کسان تری تم شوي.
چارواکو ویلي، چې واورې ښویېدنه د نیلم درې په غرنۍ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
پوځيان د واورې په ښویېدو کې د خپلو ورکو ملګرو په لټه کې وو، چې ددویم ځل لپاره واورې لاندې کړل.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې د ورکو شویو پوځيانو لټون او د ژغورنې چارې د بدې هوا له کبله له خنډ سره مخامخ شوي.
ژغورندویه ډلې ددو کسانو مړي موندلي.
په تېره جمعه، د کنټرول پر کرښه د پاکستان لوري ته واوره وښویېده، چې ددې سیمې پر سر پاکستان او هند له یو بل سره اوږده شخړه لري.
هند او پاکستان د هیمالیا سیمې پر سر له یو بل سره دوه ځلې جګړې کړي دي، چې دواړه یې د ملکیت ادعاوې کوي.
دواړو هېوادونو په شخړمنه سیمه کې زرګونه پوځيان ځای پرځای کړي.
په دغه سیمه کې په ۲۰۰۳ کال اوربند اعلان شو.
چارواکو ویلي، چې ډېرې واورې د واورو ښویېدو لامل شوې، چې معمولاً په دغه سیمه کې کېږي.
په تېر اپریل کې، لږترلږه ۱۴۰ پاکستاني پوځيان هغه مهال تر واورې ښویېدو لاندې شول، چې د واورو یوه لویه څپه په لیرې سیاچین غرنۍ سیمه کې پرې راوښویېده.
ټول پوځيان ترې لاندې او ووژل شول، چې لاهم د ځینو پوځيانو مړي تر اوسه نه دي رایستل شوي.
او په تېره فبرورۍ کې، لږترلږه ۱۶ هندي پوځيان د دندې پرمهال د کشمیر په یوه غرنۍ سیمه کې هغه مهال ووژل شول، چې د واورې ښویېدو له کبله یې د ددو وژل شوو پوځيان لټون کاوه.












