د چین ځمکې ښویېدنې ۱۸ ماشومان وژلي

د خپريدو وخت: 11:46 گرینویچ - جمعه 05 اکتوبر 2012 - 14 تله 1391

ژغورونکې ډله وايي د وروستي وروک ماشوم مړی يې جمعه (اکتوبر/پنځمه) سهار له خاورو را وويست.

په چین کې چارواکي وايي ۱۸ ماشومان هغه وخت تر خاورو لاندې شوي او وژل شوي چې ښوونځی يې په ځمکه ښويېدنه کې ویجاړ شو.

ژغورونکې ډله وايي د وروستي وروک ماشوم مړی يې جمعه (اکتوبر/پنځمه) سهار له خاورو را وويست.

یو بل مړی هم له خاورو را ایستل شوی او په دې سره په دې پېښه کې د مړو شمېره ۱۹ ته ورسېده.

ځمکه ښويېدنه د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر/څلورمه) د چین په سوېلي ولایت یونان کې را منځ ته شوه چې یو ښوونځی او ورسره نژدې کورونه يې ويجاړ کړي دي.

د همدې ولایت د یلېنګ په کلي کې شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل شول.

د یلېنګ د دولتي چارواکو په وینا یو بل کس هم په دې ځمکه ښویېدنه کې سخت ټپي شوی دی.

که څه هم دا اوونۍ په چین کې د ښوونځي ماشومان رخصت دي خو دغه زده کوونکي ځکه ور بلل شوي وو چې د تېرې میاشت په زلزله کې تېر شوی درس ووايي.

تر دې وړاندې هم دې ته ورته څو پېښې شوي چې په لسګونه کسان يې ووژل.

ويل کيږي چې دغه کوچینیان د یوه بل ښوونځي وو او دې ودانۍ ته ځکه را وستل شوي وو چې خپل د ښوونځي ودانۍ يې د همدې کال د سپتمبر میاشتې په زلزله کې خرابه شوې وه چې بیا وروسته چارواکو ونړوله.

د چین په ښوونځیو کې د ماشومان خودیتوب او د ودانیو معیاري والی ډېر کله د خلکو سره د یوې اندېښنې په ډول وي.

ويل کيږي چې له ډېرو سره دا اندېښې د ۲۰۰۸ کال د زلزلې وروسته چې په زرګونه ماشومان يې ووژل نورې هم ډېرې شوي دي.

دې ته ورته د ځمکې ښويېدنې پېښو او زلزلو د زرګونو چینایانو ژوند اخیستی او ډېر نور يې غصه کړي هم دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>