
سپینې ماڼۍ له چیني کمپنۍ سره له هوا نه د برېښنا د تولیدولو د قرارداد مخنیوی وکړ
په امریکا کې فعالیت کونکې یوې چینايي کمپنۍ د امریکا پر ولسمشر بارک اوباما د قانون ماتولو او او له خپل اختیار نه د تجاوز کولو اړوند عریضه کړې ده.
د امریکا ولسمشر د امنیتي دلایلو پر بنسټ د( رالس) کارپورېشن نومي کمپنۍ د یوه قرارداد مخنیوی وکړ.
له دغې کمپنۍ سره د یوه قرارداد لاسلیک کېدل چې په اوریګان ایالت کې امریکايي بحري بېړۍ ته څېرمه له هوا نه د برېښنا د تولید( ونډ ملز) لپاره و لغو شو.
خو دامریکا ولسمشر د امنیتي دلایلو پر بنسټ د دغه قرارداد د نه کولو د پرېکړې پر امر تېره اوونۍ لاسلیک کړ.
د امریکا یوې محکمې ته په وړاندې شوې عریضه کې د کمپنۍ له خوا ویل شوي، چې د امریکا حکومت د خپل اختیار له حد نه تجاوز کړی.
د سپینې ماڼۍ له خوا له یادې کمپنۍ سره د دغه قرارداد د نه کولو په امر کې ویل شوي، چې داسې کره ثبوتونه شته، چې ما باوري کوی، رالس کارپوریشن داسې فعالیتونه کولای شي، چې له امله يي د امریکا ملي امنیت له ګواښ سره مخ شي.
"د سپینې ماڼۍ له خوا له یادې کمپنۍ سره د دغه قرارداد د نه کولو په امر کې ویل شوي، چې داسې کره ثبوتونه شته، چې ما باوري کوی، رالس کارپوریشن داسې فعالیتونه کولای شي، چې له امله يي د امریکا ملي امنیت له ګواښ سره مخامخ شي."
خو د کمپنۍ مسوولین وايي ولسمشر اوباما د دغه تور د ثبوت لپاره هیڅ دلیل نه دی وړاندې کړی.
دامریکا پوځ وايي دوی د اوریګان له بحري بېړۍ نه د ډرون او نورې پوځي برېښنايي تکنالوژي د تجربې لپاره کار اخلي.
د کمپنۍ مسوولین وايي چې پر دې پروژې له کار کولو څخه د امریکا امنیت ته هیڅ ډول ګواښ متوجه نه دی.
د کمپنۍ یوه ویندوی د چین له دولتي خبري اژانس شینهوا سره په خبرو کې ویلي، چې شاید اوباما د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دغه اقدام کړی وي او یا به يي د امریکايي ونډ ملز ګټو ته په پام سره دغه اقدام کړی وي.












