
د کراچۍ او پينډۍ د بمي بريدونو پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخيستې ده. په هغو بريدونو کې شيعيه مسلمانان په نخښه شوي وو.
د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د چارشنبې ( نومبر ٢١) د ورځې په چاودنو کې د وژل شويو کسانو شمېره ٣٣ ته رسېدلې ده.
د چارشنبې په ورځ په کراچۍ، پينډۍ او کوټه کې چاودنې شوې وې.
د کراچۍ او پينډۍ د بمي بريدونو پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخيستې ده. په هغو بريدونو کې شيعيه مسلمانان په نخښه شوي وو.
د کوټې د بريد مسووليت بلوڅو بېلتون غوښتونکو په غاړه واخيست.
اوس حکومت د محرم په ١٠ مه نېټه په ټولو لويو ښارونو کې د موټر سايکلونو پر سپرلۍ بنديز لگولى او نور امنيتي گامونه يې پورته کړي دي.
د پينډۍ په ښار کې چې پلازمينې اسلام اباد ته څېرمه پروت دى چاودنې د شيعيه مسلمانانو د وير لاريون په نخښه کړ.
په دغه چاودنه کې د وروستيو شمېرو ترمخه ٢٤ کسه وژل شوي او شاوخوا ٦٠ په کې ټپيان شوي دي.
په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د پينډۍ د پوليسو مشر اظهر حميد وايي دا بريد ځانمرگى بريد و.
د پينډۍ تر بريد لږ وړاندې د پاکستان په تر ټولو لوى ښار کراچۍ کې هم د شيعيه مسلمانانو يوې امام باړې ته نژدې دوه پرله پسې چاودنې وشوې.

په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د کراچۍ په پېښه کې څلور کسه ووژل شول او شاوخوا ١٠ کسه يې ټپيان کړل.
د کراچۍ د پوليسو مشر جاويد اوډهو ادعا کړې ده چې دغه بريدونه په موټر سايکلونو سپرو کسانو کړي دي.
پوليس وايي ځينې د شک وړ کسان يې نيولي او اوس ترې پوښتنې گروېږنې کوي.
د پاکستاني طالبانو وياند احسان الله احسان له يوۀ ناڅرگند ځايه په تيلې فوني تماس کې بي بي سي ته وويل چې دوى د کراچۍ او پينډۍ بريدونه ترسره کړي دي.
دا لومړى ځل دى چې د پاکستان طالبان پر شيعيه مسلمانانو باندې د بريد پړه په غاړه اخلي.
تر دې وړاندې په پاکستان کې پر شيعيه مسلمانانو باندې ډېر بريدونه سني اورپکو ډلو لکه لښکر جنگهوي په غاړه اخيستل.
د چارشنبې د ورځې يوې بلې چاودنې چې د چارواکو په وينا د سړک په غاړه په موټر سايکل کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو له امله وشوه د بلوچستان مرکز کوټه ولړزوله.
په هغه چاودنه کې درې پوځيان ووژل شول او دوه ملکي وگړي ووژل شول.
د کوټې د شهباز ټاون د سيمې په دغې چاودنې کې ٢٢ کسه ټپيان هم شول.
په ټپيانو کې يوه ميرمن او اته ماشومان هم وو.
د کوټې د پېښې مسووليت بېلتون غوښتونکو بلوڅانو منلى دى.
له دغو چاودنو وروسته پاکستاني حکومت د سختو امنيتي گامونو د پورته کولو غږ کړى دى.
په سند کې ايالتي حکومت د درو ورځو لپاره رخصتي اعلان کړې ده چې د محرم ورځې په کې راځي.
بلوچستان کې د محرم په نهمه او لسمه پر موټر سايکل سپرليو بنديز لگېدلى دى.












