
درپوټونو له مخې بي پیلوټه بريدونو دپاکستان په قبايلي سيمو کې شاوخوا درې زره کسان وژلي
د برتانيا يوه لوړه محکمه د دې ارزونه کوي چې آيا د برتانوي استخباراتو له لوري د پاکستان په قبايلي سيمو کې د امريکا بي پيلوټه الوتکو بريدونو ته د استخباراتي معلوماتو برابرول قانوني دي اوکه نه؟
محکمې دغه ارزونه وروسته له هغه پيل کړه چې دنورخان په نوم هغه پاکستاني چې تيرکال يې پلار دامريکا د بي پيلوټه الوتکي په يوه بريد کې ووژل شو ، په دې اړه د پلټنې غوښتنه وکړه.
داسې ويل کېږي چې برتانوي استخبارات د پاکستان په قبايلي سيمو کې د هغو موخو د ځاى ځايگي په اړه امريکا ته معلومات برابروي چې بي پيلوټه الوتکې پرې گوازارونه کوي.
په اسلام آباد کې د نورخان مدافع وکيل اکبرشهرزاد بي بي سي ته وويل دوى د برتانيا له حکومت نه غوښتي چې په دې اړه معلومات ورکړي چې آيا چې په کوم بريد کې چې د نورخان پلار و وژل شوى هم برتانوي استخباراتو معلومات برابر کړي و؟
په همدې حال کې پاکستان کې يوې محکمې د پاکستان له پخواني پوځي مشر پرويز مشرف نه غوښتنه کړې چې په دې اړه سپيناوى وکړي چې ولي يې امريکايانو ته دا اجازه ورکړې وه چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د بي پيلوټه الوتکوگوزارونه وکړي.
درپوټونو له مخې دغو بريدونو دپاکستان په قبايلي سيمو کې شاوخوا درې زره کسان وژلي چې ترنيمايي ډير يې ولسي وگړي دي.
د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو د بي پيلوټه الوتکو بريدونه د جگړې د قوانيو مخالف بللي دي ، خو امريکا يې د ترهگرو په ځپلو کې خپله تر ټولو اغيزمنه وسيله بولي.












