
دغه رپوټ د سې شنبې په ورځ په داسې حال کې خپور شو، چې یوه ورځ مخکې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې اته تنه توندلارې ووژل، چې ویل کېږي، اکثر تاجکان او ازبکان وو.
په یوه رپوټ کې، چې د امریکا په متحده ایالاتو کې جوړ شوی، ویل شوي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه په عام ولس کې وېره خپروي او دغه خلک د ډار او وېرې تر سیوري لاندې ژوند کوي.
د رپوټ جوړوونکو په وینا، په دغه ډول بریدونو کې ټپیان شوي کسان هم د بل پرله پسې برید ښکار کېږي.
دغه رپوټ د سې شنبې په ورځ په داسې حال کې خپور شو، چې یوه ورځ مخکې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې اته تنه توندلارې ووژل، چې ویل کېږي، اکثر تاجکان او ازبکان وو.
دغه رپوټ د نیویارک پوهنتون او سټینفورډ پوهنتون څېړونکو ترتیب کړی او په کې له ځايي خلکو سره د مرکو پر بنسټ ویل شوی، چې دې بریدونو د عام ولس ورځنی ژوند ټکنی کړی او خلک له همدې وېرې په جنازو کې هم له ګډون کولو ډډه کوي.
په دې اړه ویل شوي دي چې ځايي ماشومان د وېرې له امله ښوونځیو ته نه لېږل کېږي او یا د مرګونو له امله د لږ شوي عاید د زیاتولو لپاره د ښوونځي په ځای په کار روزګار پسې لېږل کېږي.
له رپوټ سره سم الوتونکې بې پیلوټه الوتکې د خلکو لپاره د ډار سمبول ګرځېدلی او ځايي خلک د سخت ذهني فشار ښکار دي.
له رپوټ سره سم د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله ودانیو ته هم زیان اوښتی، چې له امله يي د ځايي خلکو اقتصادي ستونزې هم ډېرې شوې دي.
رپوټ زیاتوي، په دغه ډول بریدونو کې د وژل شویو عامو خلکو شمېر معلومول ګران کار دی؛ ځکه خپلواکو سرچېنو او څېړونکو ته د افغانستان او پاکستان تر منځ دې سرحدي سیمې ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.
"رپوټ زیاتوي، په دغه ډول بریدونو کې د وژل شویو عامو خلکو شمېر معلومول ګران کار دی؛ ځکه خپلواکو سرچېنو او څېړونکو ته د افغانستان او پاکستان تر منځ دې سرحدي سیمې ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي."
په رپوټ کې د یوه دغه ډول برید بېلګه د شمالي وزیرستان په دته خیل سیمه کې د یوه برید د حال په توګه بیان شوې، چې د قومي مشرانو په ګډون په سوداګرو سربېره تر څلوېښتو زیات کسان په یوه داسې برید کې وژل شوي وو، چې په یوه ګاډي شوی و چې په هغه ګاډي کې څلور تنه توندلاري ناست وو.
په دغه رپوټ کې مرستیال، په برتانیا کې د بشري حقونو سازمان (ریپریو) په وینا دوی د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې له سې ای اې سره د همکاري کولو لپاره د استخباراتي معلوماتو ورکولو د پالیسۍ د توضیحاتو غوښتنو لپاره قانوني اقدامات کوي.
په افغانستان، پاکستان او یمن کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په وسیله سلګونه توندلاري وژل شوي دي او له رپوټ سره سم په دغه ډول بریدونو کې اکثر د ترهګرو ډلو د ټیټې کچې غړي په نښه کېږي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما له دې مخکې ویلي و، چې په دغه ډول بریدونو کې هغه کسان وژل کېږي، چې د فعالو ترهګرو په لړلیک کې شامل وي.
په دې بریدونو کې د طالبانو او القاعده یو شمېر لوړپوړي کسان هم وژل شوي دي.

د روان کال د جون په میاشت کې د دغه ډول یوه برید په پایله کې د القاعدې یو مشر ابو یحییٰ اللیبي هم ووژل شو.
د روان کال د جون په میاشت کې د دغه ډول یوه برید په پایله کې د القاعدې یو مشر ابو یحییٰ اللیبي هم ووژل شو.
له هغه برید وروسته د ملګرو ملتو د بشري حقونو کمشنر نوې پېلې (د پوځي مشرتابه له کنټروله دباندې) د دغه ډول بریدونو د قانوني حیثیت په اړه پوښتنې راپورته کړې.
د اې پې خبري اژانس له خوا د دې مسایلو اړوند په یوه څېړنه کې داسې پایله تر لاسه شوې وه، چې اکثر وژل شوي کسان ترهګر دي، خو د نیویارک او سټېنفورډ پوهنتونونو ګډه څېړنه د دې برعکس پایلې ښیي.
ګټوره وسله
د امریکايي پالیسي یوه جنجالي اړخ دادی، چې دغه ډول بریدونه د امریکا د پوځ په ځای د دغه هېواد څارګره اداره سې ای اې کوي، ځکه د افغانستان په څېر پاکستان د جګړې ډګر نه بلل کیږي، خو د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا د دې پالیسۍ ننګه کوي او وايي، چې امریکا به د خپلې دفاع لپاره کار کوي.
د روان کال په اوږدو کې د امریکا ولسمشر اوباما ویلي و چې دغه تګلاره په کلکه څارل کیږي او له دې پرته به امریکایان شدیدې مداخلې کولو ته اړشي.
پاکستان له امریکا غواړي چې باید د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو یو مستقل حل وموندل شي، خو د امریکا چارواکي وايي د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د ترهګرو په ضد ډېره ګټوره وسله ثابته شوې ده او د دغه ډول بریدونو لپاره قانوني او اخلاقي جواز هم شته.












