په رپوټونو کې ویل شوي، چې د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په یوه برید کې څلور تنه وژل شوي دي. په رپوټ کې دغه رازویل شوي، چې دغه برید د وسله والو په یوه پټنځای شوی دی او په کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي. رپوټ زیاتوي، چې دغه پټنځاي په څلورو توغندیو وېشتل شوی دی. شمالي وزیرستان د القاعده او طالب وسله والو مهم مرکز بلل کیږي.












