
مصر ته د اردوغان د سفر هدف ددواړو هېوادونو د اړیکو ټينګول ښودل شوي.
اردوغان دا څرګندونې داسې مهال کړې دي، چې د اسراییلو په بریدونو کې لږترلږه ۴۶ فلسطینیان وژل شوي.
اسراییل ادعا کوي، چې له غزې تراډې پر اسراییلو حماس ډلې بریدونه کړي او درې اسراییلیان یې وژلي دي.
اردوغان وايي: "ټول باید پوی شي، چې اسراییل باید د بې ګناه ماشومانو په وژنې محاسبه او محاکمه شي. دوی په غزه کې له انسانیت وتلې وژنه وکړه."
دغه ترکي چارواکي پخپلو خبرو کې دا هم ویلي چې مصري تلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرولې، چې "فلسطینی به هېڅکله اسراییلو ته سر ټیټ نه کړي او نه یې ټيت کړی دی."
رجب طیب اردوغان په تېره شنبې مصر ته د ترکیې او مصر ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په موخه تللی و.
قاهرې او انقرې دواړو پر غزې د اسراییلو یرغل او بریدونه غندلي وو.

اردوغان ویلي چې د غزې د تاوتریخوالي په اړه یې له اوباما سره تیلېفوني خبرې کړي دي.
اردوغان له مصري ولسمشر محمد مرسي سره نیم ساعته خبرې وکړې.
ترکي لومړي وزیر د انقرې پر هوايي ډګر خبریالانو ته وویل چې: "اسراییل د خپلو درېیو وګړو په وژنې په ټوله نړۍ کې غوغا جوړه کړه، خو په حقیقت کې اسراییلو د اوربند تړون مات کړ."
دی زیاتوي: "اسراییل حماس ډلې ته د تور د ګوتې په نیولو پر غزې د برید پلمه لټوي."
نوموړي ویلي چې د تېرې جمعې پر شپه یې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د تاوتریخوالي په باب له امریکايي او روسي ولسمشرانو بارک اوباما او ولادیمیر پوتین سره تیلېفوني خبرې کړې دي.












