د اسراییلو هوايي ځواک په غزې کې د حماس د مشر وزیر او د کابینې پر ودانۍ بمبارۍ کړې دي.
پر غزې د اسراییلو برید څلورمې ورځې ته غځېدلی دی.
اسراییل وايي د شپې له نمايي راهیسې تر اوسه پر فلسطين یو سل او اتیا هوايي بریدونه تر سره کړي دي.
دوی د خپلو بریدونو موخه د فلسطینیانو د توغندويي بریدونو په ځواب کې بولي چې بیت المقدس او تل ابیب هم یې په نښه کړي دي.
د چهارشنبې له ورځې راهیسې چې بمبارۍ پیل شوی تر دې دمه څلور دېرش فلسطینیان او درې اسراییلیان وژل شوي دي.
په همدې ترڅ کې د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس پر فلسطينيانو غږ وکړ چه د دۀ په وينا د اسراييلو د بريدونو پر وړاندې دې سره يو موټى شي.












