
پینګ لي یوان یوازې په لویو محفلونو کې پر ملي تلوېزیون ولسي سندرې ویلې.
د لسیزو په لړ کې، پینګ لي یوان د چين پر ملي تلوېزیون ولسي سندرې ویلې، چې ګڼ چینايي مینه وال یې پیدا کړي وو.
اوس، پینګ لي یوان د چین د لومړۍ مېرمنې درجې ته رسېدلې ده.
د وروستي ځل لپاره پینګ لي یوان په داسې مهال پر ملي تلوېزیون په تېره جنورۍ کې راڅرګنده شوه، چې شاوخوا یې چینايي ولسي نڅاګر ولاړ وو.
دا هغه ورځ وه، چې د چین د نوي کال د لومړۍ ورځې په وپاړ یې په لړ کې نیمه پوځي جشن جوړ شوی و.
پینګ لي یوان، چې پوځي سپینه جامه یې اغوستې وه، دا سندره ویله چې "پر ولس تل ترتله د ګوند پام دی".
دغه جشن ته د چین ولسمشر هوجن تاو او د پینګ لي یوان مېړه او اوسنی نوی مشر شي جین پینګ هم ورغلي وو.

کله چې په ۱۹۸۶ کال پینګ لي یوان له خپل مېړه شي جین پینګ سره وکتل، هغې خپل د پام وړ شهرت موندلی و.
پینګ لي یوان په چین کې هغه لومړنۍ سیاستواله ده، چې د مړه شوي چینايي ولسمشر ماوتچه دونګ تر ښځې جیانګ چینګ وروسته دغه منصب ته رسېږي.
شاید د واکمن کمونست ګوند مینه وال د پینګ لي یوان له کبله ډېر شي.
د چین پکین کې د چین د ټولنیزو علومو د اکاډیمۍ کارپوه لي ین خه وايي: "د چین د کمونست ګوند انځور لاهم تیاره دی، لکه څنګه چې ددغه ګوند مشران له دولت څخه د آلې په توګه کار اخلي."
دی زیاتوي چې: "تمه ده چې پینګ لي یوان د مشرتابه پام ټولنیزو موضوعاتو ته واړوي."
خو د چین د ولسي سندرو د مرکز مشره خه لي مني چې "د هغې پر سندرو تبصره کول ستونزمن دي؛ ځکه چې هغه پخپله یوه پېچلې ښځه ده. موږ پرې ډېره تبصره نه شو کولی. که ووایم چې هغه غوره ده، نور به راباندې راپاڅي، که وایم ښه نه ده، شاید ځینې نیوکه وکړي، په اړه یې څرګندونې ستونزمن کار دی."
پینګ لي یوان د خپل هنري ژوند په لومړیو کې د چین ولسي ازادۍ له پوځ سره یوځای شوه، او له هماغې شېبې راهیسې په چین کې مشهوره شوه.
"ټول هغه کسان چې ددې سندرې خوښوي، د هنري تنوع او د تلوېزیون جوړېدو په عصر کې پیدا شوي. د ساتېري سندرې نه وايي. همدا ده چې ډېر مینه وال اوس نه لري"
خه لي
هغې په لومړي سر کې د کمونستي ګوند په پلوۍ سندرې ویلې، لکه دا سندره چې "د تمو څلي"، او "زموږ د کلي خلک".
خو هنري ناقد شي یو يي وايي، چې د پینګ لي یوان ۹۰ سلنه سندرې د کمونستي ګوند د تبلیغاتو لپاره دي، او پآتې نورې یې زموږ د ښکلي ژوند په اړه دي.
"کلتوري جنګیالی"
خه لي وايي چې پینګ یوازې پر ملي تلوېزیون د لویو محافلو پرمهال راڅرګندېږي، که څه هم ښه شهرت لري، خو موسیقي یې هغو کسانو خوښه کړې ده، چې عمرونه یې تر ۴۰ کلونو اوښتي دي.
دا زیاتوي: "ټول هغه کسان چې ددې سندرې خوښوي، د هنري تنوع او د تلوېزیون جوړېدو په عصر کې پیدا شوي. د ساتېري سندرې نه وايي. همدا ده چې ډېر مینه وال اوس نه لري."
د پینګ لي یوان په اړه ویل کېږي، چې په پرله پسې توګه کمونست ګوند ته وفاداره نه ده.
په ۲۰۰۴ کال کې د چین له تلوېزیون سره پینګ ویلي وو چې پلار یې د انقلاب له مخالفینو څخه و؛ ځکه چې ځینو خپلوانو یې په ټایواني پوځ کې دنده ترسره کړې وه.

پینګ لي یوان په څوارلس کلنۍ کې د شاندونګ پوهنتون د هنرونو څانګې د غږونو د تمرین تخصصي برخې ته شامله شوه، او هلته یې ولسي سندرې زده کړې.
پینګ لي یوان په څوارلس کلنۍ کې د شاندونګ پوهنتون د هنرونو څانګې د غږونو د تمرین تخصصي برخې ته شامله شوه، او هلته یې ولسي سندرې زده کړې.
بیا پینګ لي یوان، د چین له کمونست ګوند سره په ۱۹۸۰ کال کې یوځای شوه، چې پر خپل ځان یې د "هنري او کلتوري جنګیالي نوم کېښود."
پینګ لي یوان د لومړي ځل لپاره وروسته تر هغه مشهوره شوه، چې د چین د نوي کال په ویاړ په ۱۹۸۳ کال د چین په مرکزي تلوېزیون (سي سي ټي وي) یې سندره وویله.
کله چې په ۱۹۸۶ کال پینګ لي یوان له خپل مېړه شي جین پینګ سره وکتل، هغې خپل د پام وړ شهرت موندلی و.
خو ښاغلی پینګ بیا د جنوبي فوجیان سیمې د شیامین مرستیال ښاروال و.
تر څو میاشتو پرله پسې کتنو وروسته، دواړو د ۱۹۸۷ کال په سپتمبر کې واده وکړ، او په ۱۹۹۲ کال یې د سي مینګ تسه په نامه لور پیدا شوه.












