شي جين پینګ

- په ۱۹۵۳ کال کې بیجینګ کې زیږېلدی، پلار یې شي ژونګشون د کمونستي ډلې د بنسټګرو له ډلې و
- شي جین پینګ په ۱۵ کلنۍ کې د ۷ کلو لپاره لیرې کلي ته د کار لپاره واستول شو
- کیمیاوي انجینري یې لوستې ده
- په ۲۰۰۷ کې د شنګهای ډلې مشر شو، بیا ۲۰۰۸ کې مرستیال ولسمشر شو
- له مشهورې چینايي سندرغاړې پینګ لیوان سره یې واده وکړ، یوه لور لري
د چین د کمونست ګوند نوی مشر شي جین پینګ د ګوند د سیاسي دفتر له ځینو مشرانو سره په ګډه د خبریالانو پروړاندې راڅرګند شو.
د ولسمشر هوجین تاو مرستیال 'شي جين پینګ' چې تمه ده په راتلونکې لسیزه کې د چین د کمونست ګوند مشري وکړي، د څه باندې دوه زرو استازو له خوا د کمونست ګوند د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
شي جین پینګ ددغه ګوند تر یوې اوونیزې ناستې وروسته د لسو کالو لپاره وټاکل شو.
ښاغلی 'شي' پردې سربېره، چې د نوي مرکزي کمیسیون مشر به وي، د چین د پوځ مشري به هم کوي.
دغه نوي چینایي مشر پخپلو خبرو کې له فساد سر پر مبارزې، په کمونست ګوند کې د سمون راوستلو او د خلکو د ژوند د چارو په ښه کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي شي وویل: "د خلکو غوښتنه دا ده چې ژوند یې ښه شي، موږ باید د دوی د ژوند د ښه کېدو لپاره خپلې هلې ځلې وکړو."
د چین د رسمي خبري اژانس په حواله، د کمونست ګوند د نوي مرکزي کمېتې غړي چې پر تېره چارشنبې وټاکل شول، د ګوند عمومي مشر او د سیاسي دفتر د دایمې کمیټې اووه غړي وټاکل.
شي جین پینګ د هغه د ګوند د مخکني مشر هوچین تاو ځایناستی شو.
د هوجین تاو د ګوند د مشرۍ پړاو پایته ورسېد، د خو د ولسمشرۍ دوره یې په راتلونکو درو کلونو کې پایته رسېږي.
۵۹ کلن شي چین پینګ تر دې مخکې د ولسمشر مرستیال و.
ښاغلی شي په ۲۰۰۷ کال کې د کمونست ګوند د سیاسي دفتر د دایمي کمیټې د غړي په توګه وټاکل شو.
لويې ننګونې
د واکمنۍ بڼه: د کمونست ګوند دننه د اغېز او ګټو پر بنسټ ډلو ترمنځ د توازن او ځواک ساتل به د ګوند مشرتابه پر وړاندې مهم کار وي.
د چين مشران د سياسي اصلاحاتو يادونه کوي، او له خپلو بنسټونو سره سم د ډيموکراسۍ پلي کولو خبره کوي، خو لا تر اوسه د دغه هېواد سياسي نظام يو ناڅرګند او پټ جوړښت دی.
د فساد شته والی او له واکه ناوړه ګټه يوه بله ننګونه ده.
د چين نوي مشران څنګه ټاکل کېږي؟

د چين واکمن کمونست ګوند په پلازمېنه بېجينګ کې د خپل کانګرېس مهمې غونډې په پای ته رسولو نوي مشران اعلانوي. دا چې دا مشران څنګه غورې کېږي، امان الله عمران یې دلته څرګندوي.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د روان ۲۰۱۲ کال په لومړيو کې د چونګ چين ښاروال بو شي لای رسوايۍ په فساد کې د کمونست ګوند لوړپوړيو چارواکيو ښکېلتيا په اړه شکونه زيات کړل.
د هوجين تاو لس کلنې مشرتابه پر مهال د چين اقتصاد په کلني ډول په ۱۰٪ سلنه منځنۍ کچه وده کړې، او په مليونو وګړي په کې له بېوزلۍ وتلي دي.
له اوږدې مودې راهيسې چين د نفوسو د کنټرول په موخه پر کورنيو د يو ماشوم تګلاره پلې کوي.
خو دغه چټکه اقتصادي وده د نورو ستونزو زېږونې په بيه وه. اقتصاد په پراخ ډول پر دولتي پانګونې ولاړ دی، او شرکتونه د دولت ملکيت دي.
د بېوزليو او شتمنو ترمنځ تشه پراخېدونکې ده.
د غوړېدلي اقتصاد له برکته په چين کې د ډالرو په حساب مليونرانو شمېر يو مليون ته رسېږي، خو هغوی هم چې د ورځې په يو ډالرو ژوند کوي شمېر يې ۱۵۰ مليونه دی.
که څه هم حکومت روغتيايي خدمتونه خپلو مليونو خلکو ته رسولي، خو د راتلونکي له ننګونو يوه هم د چين زړو خلکو د نفوس زياتوالی دی.
له اوږدې مودې راهيسې چين د نفوسو د کنټرول په موخه پر کورنيو د يو ماشوم تګلاره پلې کوي.
له يو ډېرو ماشومانو زېږون مخنيوي دغې تګلارې اوس د نجونو او هکانو شمېر کې د بې انډولۍ او د زړو خلکو شمېر زياتوالي ټولنيزه ستونزه زېږولې ده.












