د چین واکمن کمونیست ګوند غړي او مشران د خپل د مشرتابه د بدلون لپاره راغونډ شوي دي.
د چین د کمونیست ګوند د مشرتابه د بدلون لپاره په هرو لسو کالو کې یوځل جلسه کېږي.
د پکین په دغه ناسته کې تر دوو زرو ډېر کسان سره جرګه شوي دي.
د غونډې لپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي.
د هغه چا په اړه چې خلک یې راتلونکی ولسمشر اټکلوي، شاید له خپلې دندې لیرې شي.
د بي بي سي خبریال وايي، چارواکو د کوترو پر الوتلو له دې کبله بندیز لګولی دی، چې ګني د کمونیست ګوند ضد فعالیتونو او پیغامونو په رسولو کې څوک ګټه ترې وانخلي.












