
د چين مشران د سياسي اصلاحاتو يادونه کوي، او له خپلو بنسټونو سره سم د ډيموکراسۍ پلي کولو خبره کوي، خو لا تر اوسه د دغه هېواد سياسي نظام يو ناڅرګند او پټ جوړښت دی.
د چين واکمن کمونست ګوند په پلازمېنه بېجينګ کې يوه مهمه غونډه پيل کړې ده.
دغه غونډه د کمونست ګوند ملي کانګرېس په نامه يادېږي، چې په ترڅ کې به يې تر ټولو مهمه پېښه، د ګوند مشرتابه کې بدلون رابرسېره شي.
چين د نړۍ دوهم ستر اقتصادي ځواک دی، او په نړيواله کچه يې اغېز او رول په زياتېدو او پراخېدو دی.
د چين کمونست ګوند ملي کانګرېس غونډه څه ډول ده او څه کوي؟
د چين کمونست ګوند ګانګرېس
د چين کمونست ګوند ملي کانګرېس هر ۵ کاله ترمنځ سره غونډه کوي، چې د ګوند پړاويزې تګلارې، او د ګوند مشرتابه څېرو کې بدلونونه په کې اعلانېږي.
اوس څه د پاسه ۲۲۰۰ کسان چې دوی يې پلاوي بولي د بېجينګ خلکو لوی تلار کې راغونډ شوي، چې د غونډې له پای سره به يې نوي مشران اعلانېږي.
د کانګرېس دغې غونډې ګډونوال د چين له لروبر ورغلي، چې د چارواکيو په وينا يې د مشرتابه ټاکلو کې د کمونست ګوند ټولو څه د پاسه ۸۰ مليونو غړيو استازيتوب کوي.
نوي مشران څنګه غوره کېږي؟
له نظري پلوه دکمونست ګوند کانګرېس به د اوونۍ اوږدو کې د ګوند مرکزي کمېټې ۲۰۴ تنه غړی ټاکي، دغه کمېټه به بيا په خپل وار د ۲۴ تنو غړيو د ګوند سياسي بيرو ټاکي.
سياسي بيرو به بيا د خپل چوکاټ دننه د ۹ تنه غړيو دايمي کمېټه ټاکي.
د سياسي بيرو دايمي کمېټه په چين کې تر ټولو ځواکمن او د پرېکړو جګپوړی جوړښت دی.
د شلمې پېړۍ تر نهمې لسيزې پورې، د ماوزېدونګ او ډېنګ شياوپېنګ واکمنيو پر مهال چې څه د پاسه ۴۰ کلونه يې دوام وکړ، د ګوند د سر مشر به خپل ځای ناستی ټاکه.
خو اوس د ځواکمنو سياسي څېرو زمانه تېره شوې، او د نويو مشرانو غوراوی د ګوند بېلابېلو اړخونو او د ګټو ډلو ترمنځ جوړجاړي يو ناڅرګند پېچلی بهير شوی دی.
د هو جينتاو په مشرۍ د چين تلونکې مشرتابه ډله له ۲۰۰۲ کال راهيسې په واک کې وه، او له ۱۹۴۹ کال را په دې خوا چې کمونست ګوند پر چين واکمن دی د واکمنو څلورم نسل و.
دوی ځکه اوس له واکه ښکته کېږي چې کمونست ګوند د مشرانو لپاره د عمر پر سخت محدوديت ټينګار کوي.
د سياسي بيرو دايمي کمېټې له ۹ نه يې د ۷ عمرونه له ټاکلې کچې اوښتي دي.
د چين نوي مشران به څوک وي؟
د کمونست سياسي بيرو به د دايمې کمېټې د ټولو ۹ ترمنځ ۷ تنه نوي غړي ټاکي.
خو دوه تنه به له مخکينۍ کمېټې پر ځای وي.
اوسنی مرستيال ولسمشر شي جينپينګ چې د هو جينتاو په مشرۍ تېره يوه دوره کې د سياسي بيرو دايمې کمېټې غړی و، د چين پنځم نسل مشرتابه سر کې به وي.
دی به د هو جينتاو پر ځای د کمونست ګوند سرمنشي ټاکل کېږي، او بيا به د ۲۰۱۳ کال مارچ کې د دولت مشر ځای هم نيسي.
دی د ګوند د يو پخواني مشر او بنسټ ايښودونکي زوی او د ګوند جګپوړی چارواکی دی.
د کمونست ګوند سياسي بيرو دايمي کمېټې بل مخکينی غړی لي که چيانګ چې د تلونکي مشر هوجينتاو نژدې کس دی، د اوسني لومړي وزير وېن جياباو ځای به نيسي.
لويې ننګونې
د واکمنۍ بڼه: د کمونست ګوند دننه د اغېز او ګټو پر بنسټ ډلو ترمنځ د توازن او ځواک ساتل به د ګوند مشرتابه پر وړاندې مهم کار وي.
د چين مشران د سياسي اصلاحاتو يادونه کوي، او له خپلو بنسټونو سره سم د ډيموکراسۍ پلي کولو خبره کوي، خو لا تر اوسه د دغه هېواد سياسي نظام يو ناڅرګند او پټ جوړښت دی.
د فساد شته والی او له واکه ناوړه ګټه يوه بله ننګونه ده.
د روان ۲۰۱۲ کال په لومړيو کې د چونګ چين ښاروال بو شي لای رسوايۍ په فساد کې د کمونست ګوند لوړپوړيو چارواکيو ښکېلتيا په اړه شکونه زيات کړل.
د هوجين تاو لس کلنې مشرتابه پر مهال د چين اقتصاد په کلني ډول په ۱۰٪ سلنه منځنۍ کچه وده کړې، او په مليونو وګړي په کې له بېوزلۍ وتلي دي.

له اوږدې مودې راهيسې چين د نفوسو د کنټرول په موخه پر کورنيو د يو ماشوم تګلاره پلې کوي.
خو دغه چټکه اقتصادي وده د نورو ستونزو زېږونې په بيه وه. اقتصاد په پراخ ډول پر دولتي پانګونې ولاړ دی، او شرکتونه د دولت ملکيت دي.
د بېوزليو او شتمنو ترمنځ تشه پراخېدونکې ده.
د غوړېدلي اقتصاد له برکته په چين کې د ډالرو په حساب مليونرانو شمېر يو مليون ته رسېږي، خو هغوی هم چې د ورځې په يو ډالرو ژوند کوي شمېر يې ۱۵۰ مليونه دی.
که څه هم حکومت روغتيايي خدمتونه خپلو مليونو خلکو ته رسولي، خو د راتلونکي له ننګونو يوه هم د چين زړو خلکو د نفوس زياتوالی دی.
له اوږدې مودې راهيسې چين د نفوسو د کنټرول په موخه پر کورنيو د يو ماشوم تګلاره پلې کوي.
له يو ډېرو ماشومانو زېږون مخنيوي دغې تګلارې اوس د نجونو او هکانو شمېر کې د بې انډولۍ او د زړو خلکو شمېر زياتوالي ټولنيزه ستونزه زېږولې ده.













