ایران د دوشنبې پر ګهيځ ۱۰ کسان اعدام کړل

د خپريدو وخت: 07:15 گرینویچ - دوشنبه 22 اکتوبر 2012 - 01 لړم 1391

ملګرو ملتونو په ایران کې د اعدامونو دا لړۍ غندلې ده.

د ایران تهران انقلابي محکمې د دوشنبې پر ګهيځ د ۱۰ کسانو د اعدام خبر ورکړی دی.

په تېرو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو د درو رپوټونو په ګډون، د بشري حقونو مدافعینو په دغه هېواد کې د اعدامونو د لړۍ د بندېدو غوښتنه کړې وه.

رپوټونه وايي چې دغه ۱۰ واړه اعدام شوي کسان د نشه يي توکو د دوو لویو ډلو غړي وو، چې وايي له دوی سره تر دوو ټنو ډېر تریاک او نشه يي توکو نیول شوي.

د تهران عمومي او انقلابي محکمې د اعدام شوو نومونه، فرشید رستمي، فرهاد مشهدي ابوالقاسم، علي درویشي، عباس عباسي نمکي، سعید صدیقي، حمید ربیعي، محمد علي ربیعي، علي رضا مولايي، اسحاق لورګي او یوسف پرمر ښودلي دي.

ددغې محکمې په اعلامیه کې راغلي، چې له دغو کسانو څخه "د نشه يي توکو د قاچاق او پېروپلور له ځایه د څو میلیاردو تومانو چکونه ترلاسه شوي، چې د خپل کار لپاره یې په داخل او خارج کې څو شرکتونه جوړ کړي وو."

دغه محکمه دا هم وايي چې "دغو کسانو د تهران په لوکسو او قیمتي سیمو ځمکې اخیستې دي، چې دا ټول څیزونه یې ضبط شول."

همدارنګه، په اعلامیه کې راغلي، چې د محاکمې پرمهال دغو کسانو له خپلو وکیلانو سره حضور درلود.

تر دې مخکې، د بشري حقونو فعالینو او بنسټونو په ایران کې د اعدامونو د لړۍ د درېدو غوښتنې کړې وې، او ویل یې چې "له اعدام شوو کسانو او بندیانو په زندان او د تحقیقاتو پرمهال په زور اعترافونه اخیستل شوي، چې هلته هېڅ کومه عادلانه محکمه نه وه."

"د بښنې نړیوال سازمان پخپل یوه مخکني راپور کې ویلي وو چې د روان کال له پیله د اکتوبر تر نیمايي پورې په ایران کې ۳۴۴ کسان اعدام شوي، چې ۱۳۵ یې په رسمي توګه نه دي اعلان شوي."

د نننیو اعدام شوو یو ورور ولي الله صدیقي مخکې بي بي سي ته ویلي وو چې پر ورور یې په دروغو د نشه يي توکو د قاچاق تور پورې شوی دی:

"د محکمې هېڅ اسناد نه شته، چې ګني هغه په نشه يي توکو کې ښکېل دی. هغه یوې بې ګناه نیول شوی وګړی دی."

ددغو کسانو د اعدام یو راپور په تېره شنبه هم خپور شوی و، چې ترې وروسته ملګرو ملتونو په درو رپوټونو کې له ایرانه د اعدامونو د لړۍ د درولو غوښتنه وکړه.

د ۱۰ واړو اعدام شوو کسانو د کورنیو غړو ته ویل شوي وو چې د وروستي ځل لپاره له خپلو غړو سره په تېره یکشنبه (میزان/تله ۳۰) تر اعدام مخکې وګوري.

ملګرو ملتونو په ایران کې د اعدامونو دا لړۍ غندلې ده.

د بښنې نړیوال سازمان پخپل یوه مخکني راپور کې ویلي وو چې د روان کال له پیله د اکتوبر تر نیمايي پورې په ایران کې ۳۴۴ کسان اعدام شوي، چې ۱۳۵ یې په رسمي توګه نه دي اعلان شوي.

له دې سره، په ایران کې ډېری اعدام شوي کسان د نشه يي توکو په تور نیول شوي کسان دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>