ایران ویلي چې انقلابي عمومي محکمې په طبس زندان کې په نشه يي توکو څلور تورن بندیان اعدام کړي دي.
د ایران (ایسنا) خبري اژانس ویلي، قاضي عبدالجواد پارسافر وویل: ''دغه کسان په ۱۳۸۷ کال کې د ۱۹۰ او ۳۰۰ کیلوګرامو نشه يي توکو او مورفینو د قاچاق په تور نیول شوي، چې په ۱۳۸۹ کال کې په اعدام محکوم شوي وو.''
د طبس د محکمې په وینا، ددغو څلورو تورنو د اعدام حکم د تېرې یکشنبې په ورځ (میزان/تلې پر ۲۳) عملي شو.
راپور وايي چې درې تورن پخپلو معدو کې د نشه يي توکو په جرم نیول شوي او اعدام شوي.
د ملګرو ملتونو او بشري حقونو یو راپور په ایران کې د اعدامونو په تړاو خپاره شوي راپور دغه اعدامونه سخت غندلي وو.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي وو چې د روان کال له پیله تر اکتوبره ۳۴۴ کسان اعدام شوي، چې د ۱۳۵ اعدامول یې په رسمي توګه نه دي اعلان شوي.
پر دې بنسټ، په ایران کې ډېری تورن د نشه يي توکو په تور نیول شوي او اعدام شوي دي.












