عراق د "ترهګرۍ" په تور ۱۱ کسان اعدام کړل

د خپريدو وخت: 06:17 گرینویچ - دوشنبه 08 اکتوبر 2012 - 17 تله 1391
تېر کال عراق ۶۸ کسان اعدام کړي وو.

تېر کال عراق ۶۸ کسان اعدام کړي وو.

دغه وزارت ويلي دغه کسانو چې لس تنه يې عراقيان او يو يې الجزايری و، د عراقيانو پر ضد يې د وژنو او چاودنو عملونه کړي وو.

د راپورونو له مخې، په عراق کې سږ کال تر دې مهاله څه د پاسه ۱۱۳ تنه اعدام شوي دي.

تېر کال عراق ۶۸ کسان اعدام کړي وو.

دغه عمل د ملګريو ملتونو، اروپايي ټولنې او بشري حقونو نړيوالو ټولنو له خوا دا غوښتنې پارولې چې بغداد دې د مرګ سزا پلي کول ودروي.

درې ورځې وړاندې هم عراق شپږ کسان اعدام کړي وو.

یوه عراقي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې مخکني شپږ واړه اعدام شوي هغه کسان دي، چې د تېر سپمبر پر ۲۷مه د بغداد د شمالي ښار تکریت له زندانه تښتېدلي وو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي سازمان د روان کال په لومړیو کې عراقي چارواکي د اعدام له پرېکړو د ګرځولو لوري ته رابللي وو.

د بښنې نړیوال سازمان هم له عراقي حکومته غوښتي وو چې د اعدام پرېکړې پایته ورسوي.

له ۲۰۰۳ راپدېخوا، پر عراق د امریکا له یرغل راهیسې د اعدام لړۍ چټکه شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان وړاندې پخپل یوه راپور کې ویلي وو چې په منځني ختيځ او ایران کې د اعدامونو په باب سخته اندېښنه لري.

دغه سازمان دا هم ویلي وو چې تېر کال د نړۍ په پرتله تر ټولو ډېر کسان په منځني ختيځ کې اعدام شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>