د عراق فراري مرستيال ولسمشر طارق الهاشمي له هغه يوه ورځ وروسته چې په غياب کې د مرګ په سزا محکوم شو په خپل غبرګون کې دغه پرېکړه سياسي بللې ده.
الهاشمي چې په ترکيه کې د جلاوطنۍ شپې ورځې تېروي ويلي، دی د محکمې پرېکړه نه مني او په خبره يې دا ساخته ګي ده.
ښاغلی الهاشمي چې سني دی په هغه پسې د دې کال په لومړيو کې له عراق نه وتښتېد چې تور پرې پورې شو د وژنو تر شا لاس لري.
ده په عراق کې پر ټولو غاړو غږ وکړ چې د فرقه يي تشنج څخه ځان وژغوري چې د ده په خبره شيعه لومړی وزير نوري المالکي يې د پيدا کولو هڅې کوي.












