پاکستاني خبریالان د طالبانو ګواښ اندېښمن کړي

د خپريدو وخت: 09:23 گرینویچ - پنجشنبه 18 اکتوبر 2012 - 27 تله 1391

رسنیو ته د طالبانو د ګواښونو موخه د بیان د ازادۍ مخه نیول دي. د پاکستاني ورځپاڼو اتحادیه

پاکستاني رسنۍ وايي، چې پرملاله یوسفزۍ د طالبانو له برید وروسته په خبریالانو د بریدونو ګواښونو اندېښمن کړي دي.

بل لور ته بي بي سي ویلي، چې د ۱۴ کلنې ملالې د ټپي کېدو د پېښې له خبري پوښښ وروسته بیلا بیلو رسنیو ته له ګواښ وروسته يې په پاکستان کې د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب او د خپل فعالیت لپاره اړین ګامونه اخېستي دي.

د پاکستاني ورځپاڼو اتحادیې (اي پي این ایس) مسوولینو ویلي، چې رسنیو ته د طالبانو د ګواښونو موخه د بیان د ازادۍ مخه نیول دي.

پاکستاني مقاماتو له دې مخکې ویلي و، چې رسنیو ته د طالبانو د ګواښ معلومات د طالبانو د مشر له یوې ټیلیفوني اړیکې څخه تر لاسه شول.

د بي بي سي مسوولینو ویلي، چې په پاکستان کې یې رسنیو ته د متوجه خطر له امله د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مناسب اقدامات کړي دي.

په هغه ټيلفوني پیغام کې چې د پاکستاني څارګرو ادارو له خوا کشف شوی، د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسید خپل مرستیال ته په کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ او اسلام اباد کې پر رسنیو د بریدونو (ځانګړی) امر کړی.

د اې پی این ایس په خبره طالبان غواړي د زور په وسیله د خلکو غږ غلی کړي. په پاکستان کې پر ملاله یوسفزۍ د برید غندنه شوې وه. هغو پاکستاني سازمانونو هم پر ماشومانو برید غندلی و، چې تر څه حده د طالبانو خواخوږي بلل کیږي.

پاکستاني رسنیو د ‌طالبانو له لوري د تر لاسه شویو رپوټونو پر بنسټ ویلي، چې ‌طالبان دغه برید ته د رسنیو له خوا د توجه ورکولو له امله ناخوښ دي او دوی داسې انګیري، چې دا پلویتوب دی.

د بي بي سي د مسوولینو په خبره" موږ حالات له نژدې څارو، د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مو اړین اقدامات کړي دي او په پاکستان کې به خپلې خپرونې جاري وساتو"

د بي بي سي د اردو سروس مشر عامر احمد خان ویلی" د دغه ډول اقداماتو موخه د بي بي سي د کارکونکو خوندیتوب ته پاملرنه ده."

بل لور ته د برتانیا په برمنګهم ښار کې د کوین الزبت روغتون مسوولین وايي، چې د ملالې روغتیا يي حالت د ډاډ وړ دی او د هغې درملنه کوونکې ډله ورته بشپړه پاملرنه کوي.

"موږ حالات له نژدې څارو، د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مو اړین اقدامات کړي دي او په پاکستان کې به خپلې خپرونې جاري وساتو"

بي بي سي

د روغتون مسوولین په خپله ویب پاڼه د ملالې د روغتیايي حالت په اړه تازه معلومات خپروي.

د وروستیو معلوماتو له مخې چې په دغه پاڼه خپاره شوي دي، ملالې په روغتون کې یوه بله هوسا شپه تېره کړه او هغې ته پاملرنه کیږي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ملالې د درملنې لپاره په ګومارل شوي ‌طبي ډله کې د کوین الزیبت روغتون او د برمنګهم چلډرن روغتون ډاکټران شامل دي.

د روغتون مسوولینو د ملالې د درملنې لپاره یو فنډ جوړ کړی، چې په کې خلک بسپنه ورکولای شي.

بل لور ته د روغتون مسوولینو د روغتون په ویب پاڼه کې یوه ځانګړې پاڼه هم پرانیستې، چې په کې خلک له هغې سره د خواخوږۍ او ښو هیلو پیغامونه په لیکلې بڼه پرېښولای شي. دوی وايي دغه پیغامونه به له روغېدو وروسته ملالې ته وښودل شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>