ویلیم هیګ: دملالې د درملنې اسانتیاوې به چمتو کړو

د خپريدو وخت: 06:18 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391

بهرته د ملالې د لېږد پرېکړه د هغې له مور او پلار سره له سلا مشورې وروسته وشوه.

د پاکستاني پوځ د رسنیز دفتر د مسوولینو په وینا، د ډاکټرانو له پرېکړې وروسته په سوات کې د وسله والو طالبانو په برید کې ټپي شوې ملاله یو سفزۍ د درملنې لپاره برتانیا ته لېږدول شوې ده.

د پاکستان د دولتي ټیلویزون په رپوټ کې ویل شوي، چې د ډاکټرانو بورډ د دوشنبې( اکتوبر۱۵) په ګهیځ دغه پرېکړه وکړه.

بل لور د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ ویلی، چې هېواد به یې د ملالې یوسفزۍ د درملنې لپاره ټولې اسانتیاووې چمتو کړي. د نوموړي په خبره د ملالې د درملنې لپاره د برمنګهم ( این ایچ ایس) روغتون ټاکل شوی دی.

د پاکستاني پوځ د رسنیز دفتر په خبره ملاله په هغه الوتکه کې برتیانیې ته یووړل شوه، چې د امبولانس اسانتیاوې هم لري او د عربي متحده اماراتو له خوا پاکستان ته استول شوې وه.

د پاکستاني ټیلویزیون په رپوټ کې د اهم ویل شوي، چې د ملالې د درملنې لګښت د پاکستان حکومت پر غاړه اخېستی.

"د درملنې لپاره بهر ته د لېږدولو لپاره همدا اوس مناسب وخت دی، چې د ملالې روغتیايي حالت په ښه کېدو دی او کولای شي سفروکړي."

ډاکټران

له رپوټ سره سم بهرته د ملالې د لېږد پرېکړه د هغې له مور او پلار سره له سلا مشورې وروسته وشوه.

ډاکټرانو ویلي، چې باید تر اوږدې مودې پورې د هغې درملنه وشي، چې بدني او ذهني ټپونه يې ورغیږي.

د ډاکټرانو په خبره، چې د درملنې لپاره بهر ته د لېږدولو لپاره همدا اوس مناسب وخت دی، چې د ملالې روغتیايي حالت په ښه کېدو دی او کولای شي سفروکړي.

د پاکستاني پوځي ډاکټرانو یوه ډله هم له ملالې سره یوځای ده.

له دې مخکې د یکشنبې په ورځ وویل شوو، چې د ملالې روغتیايي حالت د ډاډ وړ او په تدریجي ډول مخ په ښه کېدو دی.

ډاکټرانو د یکشنبې په ورځ دا هم وویل، چې د لږ ځنډ لپاره يي د مصنوعي تنفس اله هم له هغې نه لرې کړه او دا یوه بریالۍ تجربه وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>