
سرن په دا وروستیو کې (هګس بوسون) موندلی دی.
د اروپا مهم ساینس پوهان او د نړۍ مهم فیلسوفان او د ادیانو ماهرین په سویټزرلنډ کې د کایناتو د تخلیق په اړه د بحث لپاره په یو کنفرانس کې راټول شوي دي.
په جینوا کې د کېدونکي دغه کنفرانس مقصد د کاینات د پیل په اړه د ادیانو او ساینس د ګډو افکارو لټون دی.
دغه کنفرانس د اتومي تحقیق د اروپايي ادارې (سرن) په نوښت تر سره کیږي.
سرن په دا وروستیو کې (هګس بوسون) موندلی دی.
کنفرانس ته په افتتاحیه وینا کې د اکسفورډ پوهنتون د ساینس او مذهب د مرکز محقق مشر اینډریو هنسنټ وویل، چې که ساینس له مذهب او فلسفې سره اړیکي پرې کړي، نو ټولنې ته به د یوه ماشین بڼه ورکړي.
له بي بي سي سره په مرکه کې نوموړي وویل، چې ساینس د شیانو په موندلو کې په خپل ځای ښه دی، خو د افکارو په ارتقا کې چندان ونډه نه لري.
د نوموړي په خبره این شټاین پیل د ماشومانو په څېر له پوښتونو کړی و، لکه دا چې د رڼا پر وړانګه سفر کول څنګه کېدای شي.
د ډاکټر هنسټ په خبره ساینس باید بیا دغه ډول پوښتنو ته ستون شي.
د سرن مشر پروفیسور رالف هیویر وايي چې د بګس بوسون پایلو له بګ بینګ نه وروسته د شېبو په اړه فکرونه یو څه څرګند کړل.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د دغه کنفرانس له ختمېدو وروسته به د بیلا بیلو شالیدونو درلودونکي خلک د کاینات په اړه د بحث کولو جوګه شي.
په برسلز کې د چرچ اف انګلینډ استازی او د کنفرانس شریک منتظم ډاکټر ګیري ولټن وايي، چې هګس بوسون د کاینات د پیل په اړه ډېرې پوښتنې راپورته کړي دي، چې ساینس پوهان يې په یوازې سر ځواب نه شي موندلای.
د نوموړي په خبره د ځواب د لټون لپاره د فلسفې او ادیانو د ماهرینو مرستې ته اړتیا ده.
د کنفرانس جوړونکي وايي داسې احتمال شته چې د دې درې ورځني کنفرانس په بهیر کې به د نظر ډېر اختلاف څرګند شي.
د دې کنفرانس یو وینا کوونکی جان لینوکس چې د اکسفورډ پوهنتون پروفیسور دی د بې دینه ساینس پوهانو ډېر مخالف دی او پرې نیوکې کوي.
دا لومړی ځل دی، چې سرن د کاینات د تخلیق په اړه د ادیانو ماهرینو او فیلسوفانو ته د بحث بلنه ورکوي.












