
له عادي حالت نه د اتلانتېک گرمېده، شمالي او مرکزي اروپا کې د ډيرو بارانونو سبب کېږي
ساينس پوهان وايي د هوا د حالاتو اوسنى پړاو به د اتلانتېک سمندر د توديدو تر دوام پورې غځېږي.
په دې اړه څېړنه د "رېډينگ" په پوهنتون کې ترسره شوې او د "طبعيت او علومو " په مجله کې خپره شوې ده.
څېړنه په څو لسېزو کې د اتلانتېک د سمندر د لړزيدا پدېده څېړلې چې په څو لسېزو کې د اوبو د تودېدو او يا سړيدو د بدلون پړاوونه ښيي.
څېړونکو په دې دوره کې درې پړاوونه سره پرتله کړي دي، د ١٩٣١ نه تر١٩٦٠ پورې د تودويدو پړاو، د ١٩٦١ نه تر ١٩٩٠ پورې د سړيدو پړاو او ١٩٩٠ تر اوسه پورې تر ټولو گرم پړاو.
څېړنه يادونه کوي چې د گرم پړاو شرايط د اتلانتيک د اوسني پړاو له هغو سره ورته دي.
په دې ډول څېړنه په دوه و گرمو پړاوونو کې د اروپا د هوا حالات اتلانتېک کې د سړيدو د پړاو له شرايطو سره پرتله کوي.
د څېړنې يوه پايله دا ده چې له عادي حالت نه د اتلانتېک د سمندر گرميده، په انگلستان او درستې اروپا کې د مرطوبې هوا سبب کېږي.
څېړنه دارنگه وايي چې له عادي حالت نه د اتلانتېک گرمېده، شمالي او مرکزي اروپا کې د ډيرو بارانونو سبب کېږي.
خو له دې سره په توپير کې په جنوبي اروپا کې له پورتگال نه نېولې بيا تر ترکېې پورې به بارانونه تر عادي حالت نه کم وي.












