
دا لومړی په تېرو ۳۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې په جېپور کې دا ډول سيلاوونه راوځي.
د هند په شمالي ايالت راجستان کې موسمي اوروښتونو لږ تر لږه ۲۰ کسه وژلي او لسګونه زره نور يې د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ کړي.
د سې شنبې ورځې راهيسې په مرکز جېپور کې سختو بارانونو د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی او په يو شمېر سيمو کې سيلاوونه راوتلي دي.
شاوخوا ۲۰۰۰۰ کسان د سيلاوونو د راوتلو له امله د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ کړای شوي دي.
د دې مياشتې په لومړيو کې ۳۴ د هند په بل شمالي ايالت اتراکهند کې توپاني بارانونو، ځمک ښووېدنې او سختو سېلاوونو له امله مړه شول.
د راجستان د هوا پېژندنې اداره وايي، دا په څه باندې ۳۰ کې لومړی ځل دی چې جېپور د دا ډول اورښتونو او سېلاوونو شاهد دی.
پخپله په ښار کې لږ تر لږه ۱۰ کسه وژل شوي، چې يو شمېر يې د کورنو د پرېوتو له امله مړه شوي دي.
يو شمېر کسانو د بامو په سر، سرپناوې جوړې کړي او د نيمه پوځيانو د ژغورنې ځايي ډلې هڅه کوي چې دغه کسان له سيمې وباسي.
د جون په مياشت کې په آسام ايالت کې لږترلږه ۲۷ تنه سيلاوونو مړه کړل او له يو ميليون ورپورته کسان يې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل.












