هندي مسلمانانو تر سخت امنيت لاندې اختر ولمانځه

د خپريدو وخت: 14:12 گرینویچ - دوشنبه 20 اگست 2012 - 30 زمری 1391

سلګونه زره مسلمانو مهاجرو د هند په شمال ختيځ ايالت اسام کې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې د کوچني اختر مراسم ولمانځل.

دوی له هغه وروسته په زور د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شول چې د بنګالي مسلمانانو او ځايي هندو بودو قوم ترمنځ نښتې وشوې.

د دغو نښتو په پايله کې ۷۰ کسه وژل شوي او له ۳۰۰زره زيات نور پنډغالو ته په تلو مجبور شوي دي.

د اسام ايالت يوه مسلمان محمد علي ديوان وويل چارواکي بايد د دوی د خونديتوب لپاره نور ډېر څه وکړي

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>