
هند ادعا کوي چې کارګرو ته دغه ګواښونه په موبایلونو او له پاکستانه پر انټرنېټ شوي دي.
د بنګلور ، حیدراباد او پون په ګډون د هند له یو شمېر نورو سیمو نه په تېښته په زرګونه کډوال اسام ته رسېدلي دي.
دا ډله ییزه تېښته د مسلمانانو له خوا ځینو کارکوونکو ته د هغې پېښې په تړاو له ګواښونو وروسته را منځ ته کيږي چې ۸۰ کسان په کې ووژل شول.
هند ادعا کوي چې کارګرو ته دغه ګواښونه په موبایلونو او له پاکستانه پر انټرنېټ شوي دي.
په اسام کې د بي بي سي خبریال سنجی مجمدر وايي اسام ته رسېدلي اور ګاډي له دغو کارګرو ډک پک وو. دا خلک له بنګلور او نورو هندي ښارونو نه را تښتېدلي دي.
د بي بي سي خبریال وايي ټول سپاره کسان یا پیره داران وو، یا د رسټورانتونو کارکوونکي وو او یا هم سوداګر دي. په ښکاره ډېر ستړي هلاک ايسي ځکه دوې ورځې يې سفر کړی دی خو په دې خوښ دي چې سم سلامت خپل کور ته را ستانه شول.
که څه هم پر یوه يې هم برید یا حمله نه ده شوې خو ډېر يې وويل چې له هغو گنگوسو او د تيلي فون له ليکلو پيغامونو وېرېدل چې د شمال ختیځو سيمو اوسېدونکي ېې گواښل.
ځايي حکومتي چارواکي د دغو ګواښونو پړه پر پاکستان اچوي او وايي له هغه ځایه لېږدول کېدل.
تېره میاشت په اسام کې د بودو او بنګالي مسلمانانو تر منځ شخړه وشوه چې له دواړو غاړو يې ۴۰۰۰ کورنۍ د خپلو سیمو او کورونو پرېښودو ته اړې کړې.












