د هند لومړي وزیر منموهن سنګ خبرداری ورکړی، چې د اقتصادي ودې په پرمختګ کې پاتې راتلل به د دغه هېواد پر ملي امنیت اغېز وکړي.
د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د وینا په ترڅ کې ښاغلي سنګ وویل، چې د سیاسي همغږۍ د نشتوالي له امله د ده حکومت د چټکې اقتصادي ودې په لاس ته راوړلو کې پاتې راغلی.
د تېرې کابو یوې لسیزې راهیسې د هند اقتصاد په خپل تر ټولو ټیټ سرعت کې پراختیا کوي.












